IQNA

د اسرائيلي رژيم د ترور سیاست د صهیونیسټانو امنیت څرنګه له مینځه یووړ(مقاله)

15:48 - August 05, 2024
د خبر لمبر: 3489645
ایکنا - پارس ټوډې- صهیونیسټي شناندي اعتراف کوي چې د  شهید اسماعیل هنیّه  ترور ته د ایران او حزب الله ځواب به،له هغه څه لازیات پراخ  او مرګونی وي چې اټکل ئې کیږي.

ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي. د اسرائيلو په وسیله د اسماعیل هنیّه ترور  چې د حماس غورځنګ دکمزوري کولو او د سولې دخبرواترو د خرابولو په موخې سره وشو.د شواهدو په اساس  دغه پيښه د دغه جنایتکار رژيم لپاره په یوې لوئې سټراټژيکې تیروتنې بدله شوه. دغه اقدام نه یوازې  خپلې موخې نه دي پوره کړئ شوي،بلکې د اسرائيلو امنیتی وضعیّت ته ئې جدی تاوان هم رسولی دی او دغه رژيم په یوه بې مخینې  شرائطو کې راغلی دی.

پارس ټوډې راپور ور کړی دی،صهیونیسټي رسندویو او پخپله ددغه رژیم ا منیتی سرچینو  غبرګونونه او تحلیلونه په ډاګه ښئ چې اسرائيل اوس مرګوني او بوږنونکي  شپې ورځې تجروبه کوي چې د دوی لپاره  له ځان سره ډیرې خطرناکې نتیجې درلودلی شي.

ددغې سټراټژي:ې تیروتنې یوه لومړنۍ نښه،د اسرائيلو په پوځ تر ډير لوړه  حده د تیارسي حالت پيلیدا ده .معاریو صهیونیسټي ورځپاڼې  راپور ورکړی د اسرائيلي  رژيم پوځ د هنیّه  په ترور پسې  او د ایران او حزب الله په غبرګون  له ویرې او وحشت وروسته د پوځي یونټونو   د پرسنلو ټوله چټیانې لغوه کړي دي او حتی په شمالي سیمو کې ئې د کارخانو فعالیتونه تر پام وړ پورې کم کړي دي.دغه اقدامات  ښئ چې اسرائيل د مقاومتی  چورلیز له خوا د یوې ډيرې پراخې او غږمله  حملې  له ترسره کیدا ویره او وحشت لري او ځان د ترټولو بدو سناریوګانو لپاره تیاروي.

 له بل پلوه د  اسماعیل هنیّه ترور داسرائيلو په امنیتي وضعیّت کې مثبت بدلون نشي رامینځةکولی او اپوټه ئې،ددغه رژيم حالات د تیر وخت په نسبت لا بدتر کړي دي. عبری سرچینو راپور ورکړی، ،د مقاومتي چورلیز د کمزوري کولو لپاره  دا سرائيلي رژيم له هڅو سره سره،په مختلفو سیمو کې امنیتی وضعیّت  لاترینګلی شوی او د اسرائيلو پوځ  مجبوره شوی دی چې  خپل امنیتی تمرکز د مقاومت دچورلیز پر ځواب متوجه کړي. دا موضوع نه یوازې د اسرائيلي رژیم د ترور د سیاستونو  د ناکارندوالي ښودنه کوي، بلکې  په ډاګه رابرسیره کوي چې  دغه رژيم د خپل امنیتی وضعیّت د مدیریّت او کنټرولولو  توانمني له لاسه ورکړې ده.   

په دې مینځو میان کې د یدیعوت آحارنوت  ورځپاڼې د یوه مقاله لیکونکي په څير ځینو نورو صهیونیسټي  شناندو ، د اسرائيلو په وسیله د ترور سیاست  بې ګټې بللې او د جنګ د فوری دریدا غوښتنه  ئې کړې ده .د وي په دې اند دي چې  ددغه جنګ دوام  نه یوازې د داسرائيلي رژيم  امنیتی وضعیّت ښه  کوي نه ،بلکې د لازیاتو کنډوالو  او د  تاؤتریخوالو د زیاتیدا  سبب به شي.

په نهایت کې اټکلونه  ښئ چې اسرائيلي رژيم یوه داسې مرګوني او بحراني پړاؤ ته په  وا ریدیدا دی چې  ممکنه ده چې ممکمنه ده  د لویو ویرانیو او پراخو جنګونو د رامینځةکیدا سبب شي. دغه وضعیّت د صهیونیسټي ناروا رژيم  له جعلي کیدا  چې ورتیر شو،د استعمار د دغه ناجایز بچي د تیروتو او یرغلیزو سیاستونو  او د هغو ترورونونیغ په نیغه  نتیجه ده چې  نه یوازې نه دي توانیدلي ، ددغه رژيم امنیت تامین کړي ،بلکې دا ئې له  لاسترو ګواښونو او جدي خطرو سره مخامخ کړی دی.

https://parstoday.ir/fa/west_of_asia-i2232

captcha