IQNA

په عراق کې د مرستندویه چورلکې د الوت اجازت ورکړل شو

13:59 - August 06, 2024
د خبر لمبر: 3489648
 ایکنا –  د سرې میاشتې د ټولنې مشر د حسینی اربعین په شپو ورځو کې د عراق په فضا کې د سرې میاشتې د ټولنې د مرستندویه چورلکو د الوت  داجازت د صادریدا خبر ورکړ.

ایکنانیوز د سرې میاشتې د ټولنې د اطلاع رسونې د ادارې له قوله راپور راکوي، د ایران د سرې میاشتې د ټولنې مشر او د اربعین په مرکزي کمیټې کې د ولسمشر ځانګړی استازي پیرحسین کولیوند  دعراق د کورنیو چارو له وزیر سره کتنه او خبرې اترې وکړې او د حسینی اربعین د زیارت د آسانولو او په عراق کې د زیارتوالو د سلامتیا دساتلو  لپاره ئې ترټولو وروستۍ غږملتیاوې ترسره کړې.

کولیوند د حسینی اربعین د شپو ورځو په باب د عراق د کورنیو چارو له وزیر سره په ناستې کې د ترسره شوو غږملتیاؤ او د او تصویب شوو موردونو  په باب ووئيل، دعراق د کورنیو چارو له وزیر سره  په پرونۍ کتنې کې د حسینی اربعین په شپو ورځو کې دعراق په فضا کې د سرې میاشتې د مرستندویه چورلکو د الوت مجوز هم صادر شو.

کولیوندن ووئيل،  دعراق خاورې ته د سرې میاشتې د امبولانسونو د واریدیدا مجوز او حسینی زیارتوالو ته د درملنې د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د لازمو تجهیزاتو  مجوز  هم په نوموړي ناستې کې نوره شوي موافقې وې.  

https://iqna.ir/fa/news/4230075

 

captcha