IQNA

د بامیانو والی؛افغان میرمنې دې حضرت فاطمه(س)بیلګه وګرځوي

15:25 - August 12, 2024
د خبر لمبر: 3489683
ایکنا – د افغانستان په مرکز کې د بامیانو والي  پر افغان میرمنو غږ کړی څو له قرآنه پیروي وکړي او حضرت فاطمةالزهرا(س) د ستر او د ژوند په مختلفو مسئلو کې بیله وګرځوي.

هغه زیاته کړه، دطالبانو حکومت  د اسلامی شریعت په چوکاټ کې د میرمنو د حقیقي ځائيګي او حقوقو تامینولو ته ژةن  دی.

د افغانستان د بامیانو والي  د اسلامی ستر یا حجاب د رعایتولو  او د ټولنیزو ادابو  او اخلاقو  د اهمیّت خبره وکړه او ټينګار  ئې وکړ،لازمه ده، ټول د اخلاقي او اجتماعي ادابو په اساس چلند وکړي.

مولوي سرحدي همدرااز روښانه کړې ده ،پر مومنو مسلمانو میرمنو لازمه ده څو د قرآن پیروي وکړي او د پیغمبر اعظم (ص) ګرانه لور ،حضرت فاطمةالزهرا(س)د حجاب اوستر په ډګر او د ژوند په مختلفو مسئلو کې بیلګه وګرځوي. او فاطمه ډوله چلند وکړي.

د بامیانو و الي ددین په احکامو او اسلامی حجاب او ستر  په سسټماټيک کولو کې د روڼ اندو  انجونو رول ډير مهم وباله او وې وئيل، لویدیځوال او نور بهرني هیوادونه په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې له دینه د تښتیدا، کلتوری یرغلونه،بد حجابی ، بداخلاقي او بې احترامۍ په دودولو بوخت وو چې ا لحمدالله  د خدای په نصرت سره د اسلام دښمنان پخپلو سپیرو موخو کې ناکامه پاتې شول او  ونه توانیدل د افغانستان د خلکو په تیره بیا د میرمنو  په کلکو او هوډمنو اعتقاداتو کې ترټولو وړوکی خنډ رامینځةکړي.

مولوی صیب ټينګار وکړ،مسلمانې میرمنې  او دمونږ د ټولنې روڼ اندې انجونې دنده لري، څو د کلتور ،عفاف او ستر  او اسلامی عقاید د نړۍ په سویه  دودو کړي چې نړۍ د بنوي سنت او اسلامی کلتور منلو ته تیاره شي..

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/05/22/3138350 

captcha