IQNA

د ینجریه د شیعانو رهبر له آیت الله العظمی مدرسی سره کتنه وکړه م  

14:26 - September 05, 2024
د خبر لمبر: 3489801
ایکنا – د نیجریه د اسلامی غورځنګ رهبر شیخ ابراهیم زکزکی د کربلا په سفر کې په دغه ښار کې له ستر دیني مرجع آیت الله مدرسی سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

ایکنانیوز  راپور راکوي،په کربلا کې  یوه ستر دیني مرجع آیت الله العظمی مدرسی  له شیخ ابراهیم زکزکی سره په کتنې کې  چې په کربلا کې دهغه په دفتر کې شوي ،ووئیل؛خداوندمتعال مخلوق په حقه وپنځوه  او له هر هغه چا چې له حق سره وي ،ملاتړ کوي او ژمنه ئې ورکړې چې د باطل سلطه له مینځه وړي او حق به دهغه جانشین کړي.

هغه زیاته کړې ده،اسلام د درستې نړۍ لپاره یو خو تمدن دی  او په دنیا کې ئې لیدتوګه،کلتور او روده پراخیږي.

د هدی القرآن تفسیر خاوند په همدې لړ کې د اسلام د نور د پراختیا او دهغه دعلومو په خوریدا کې له ماډرنو وسایلو  څخه د استفادې  او همداراز ئې په نیجریه او نورو افریقائي هیوادونو کې په پراخه بڼه د اسلامی فقې د تدریس لپاره د مدرسو په  تاسیس ټينګار وکړ.

هغه په پای کې ووئيل د عاشورا حماسه سره له دې چې په یوه ورځ رامینځةشوې، خو د درستو پیغمبرانو رسالت ئې مجسم کړ او دتوحید او حق بیرغ ئې تر قیامته پورې ورپاوه. هماغه شان چې د حسینی اربعین لاریون د  یوې غوره اسلامی ټولنې  او صالح امت د جوړولو لپاره یوه پيلامه ده .

https://iqna.ir/fa/news/4234874

captcha