ایکنانیوز د لبنان ۲۴له قوله راپور راکړ، د اسرائيلي جنګي الوتکو دغه وروستۍ بمباري یوازې له دې څو ورځې وروسته چې د لبنان په مختلفو سیمو کې کوټلي هوائي اومځکني عملیات، د جنوب په ښارونو او کلو متمرکز شول،ترسره شوه.
د اسرائيلو جنګي الوتکو همداراز پرون سهار د کفرتبنیت ښارګي په مرکز کې یو پخوانی جومات باندې هم حمله وکړه.
ددغې سیمې خپره شوي انځورونه ښئ چې د کفرتبنیت پخوانی جومات ددغې حملې ل امله په بشپړ ډول په کنډوالې بدل شوی دی.
په عین حال کې د لبنان مبارزانو د جمعې شپې له اتو بجو د شنبې تر ماښامه یولسو بجو پورې په مختلفو سیمو کې د صهیونیسټي نیواکګرو پوځيانو په ضد ۲۵عملیات ترسره کړه.
په دغو عملیاتو کې له نیواکي ټاټوبو سره په ګډو پولو کې د لبنان خاورې ته د نفوذ لپاره د صهیونیسټي نیواکګرو د هڅې ناکامول،د نیواکي ټاټوبو د شمال ښارګوټو او د صهیونیسټي رژیم د پوځ د مورچلو ټارګټ کول او د حیفا ښار په لویدیځ کې د کریات ایلعیزر هوائي ډګر باندې د ډرونز حملې پکې شاملې دي.