IQNA

د امریکاپخوانی پوځي افسر؛د سنوار په شهادت سره د حماس هوډ او شجاعت نوره هم زیات شوی

15:03 - October 22, 2024
د خبر لمبر: 3490046
ایکنا - سکاټ ریټر د رسندوئي  فضاجوړونو په خلاف د السنوار له شهادت وروسته د حماس غورځنګ د توانمنیو په باب ووئيل،د السنوار په شهادت سره به نه یوازې د حماس قدرت او د فلسطین آرمان کمزوری نشي،بلکې د جنګ ددوام او له ځانه ددفاع لپاره به د حماس  شجاعت او هوډ نوره  هم زیات شي.

ایکنانیوز  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د امریکا د پوځ یوه پخواني استخباراتي افسر له ؛الغد؛ټيلیویژني چینل سره په یوې مرکې کې د یحیی السنوار  له شهادته وروسته د حماس غورځنګ د نه کمزوري کیدا دلیلونه وړاندې کړي دي.

دامریکا د پوځ یوه پخواني استخباراتي افسر سکاټ ریټر،په غزې کې د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر یحیی السنوار د شهادت به باب د الغد ټيلیویژني چینل  د مجري د پوښتنې په ځواب کې ووئيل؛د السنوار شهادت په د اسې شرائطو کې د اسرائيلو د نیواکګر پوځ له  مامورانو سره دجنګ  په ډګر کې  ټَټَر په ټَټَر  جنګید، هغه ئې  په یوه اتل بدل کړ.

پارس ټوډې راپور ورکړی،سکاټ ریټر پخپلې دغې مرکې کې وائي، السنوار د نیواکګر پوځ په وړاندې په میدان کې تښتې ته مخه نه کړه اوپه جانانه ډول  او میړنتوب سره د جنګ په ډګر کې ووژل شو،نو ځکه  دتاریخ  په پاڼو کې به  د السنوار نامه  د  لوي شهید په توګه رول ولوبوي.

سکاټ ریټر  د رسندوئي فضاجوړونو په خلاف  د السنوار له شهادت وروسته د حماس غورځنګ د توانمنیو  په باب ووئيل،د السنوار په شهادت سره  به نه یوازې د حماس قدرت او د فلسطین آرمان کمزوری نشي،بلکې د جنګ ددوام او له ځانه ددفاع لپاره به د حماس  شجاعت او هوډ نوره  هم زیات شي.

ریټر  چې له ۱۹۹۱ کاله تر ۱۹۹۸ کال پورې په مودې کې دډله ایزو وژلو د وسلو په حوزې کې د ملګروملتو  پلټونکی او نماینده ؤ،روښانه کړې ده، د السنوار شهادت به د لوبې د قواعدو په بدلیدا کې د بدلانه پيچومی وي او دا دی اوس،اسرائیلي رژيم به دکمزورتیا په ګرداؤ کې نوره هم  ښکیل شي او حماس به خپل مقدس جنګ ته دوام ورکړي.

هغه په ایران د اسرائيلي رژيم د احتمالي تیري په باب  هم ووئيل؛ دغه فیصله  ددغه رژيم له چارواکو سره اړه لري او ریښه ئې د نتنیاهو شخصي ګټو ته ورګرځي.

https://parstoday.ir/fa/world-i3362  

captcha