IQNA

ایران به د صهیونیسټ رژیم تیریو ته به غاښ ماتونکي ځواب ورکړي

11:11 - October 29, 2024
د خبر لمبر: 3490076
 ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د صهیونیسټ رژيم وروستي تیریګر اقدام ته په سخت ځواب وئيلو ټينګار وکړ.

ایکنانیور راپور راکړی، دایران د خارجه وزارت ویندوي اسماعیل بقائي  په تهران کې په خبري کنفرانس کې په ایران د صهیونیسټي رژيم د وروستیو تیریو په محکومولو او د ایران د ځينو افسرانو او پوله ساتونکو د شهادت په مناسبت په تسلیّت، ئيلو سره ووئيل؛دتیرې اونۍ ترټولو مهمه پيښه د دوشنبې په سهار وختي رامینځةشوه او هغه د ایران  د هوافضا  مخه نیونکي غیرتمنې دفاع  پيښه وه چې ددغه ټاټوبي  په تاریخ کې یو مهم ټکی دی. د خارجه وزارت له خوا  د وسلوالو ځواکونو دمامورانو پر شهادت تسلیت عرض کوم. همداراز په وروستیو شپو ورځو کې یوه بله مهمه پيښه هم وه چې یوې بدنامې ترهه ګرې ډلئې چې له صهیونیستي رژيم سره په ارتباط کې ده،د ایران یو شمیر امنیتي ماموران ئې شهیدان کړل چې ددغو قدرمنو پرسنلو  د شهادت په باب هم تسلیّت او مبارکي وایوو.

هغه ووئيل، د ډيپلوماسۍ په حزوې کې په تیره بیا  د تاؤتریخوالي په موقعو کې په دوامدار ډول پیغامونه رد و بدل کیږي، خو د ایران اسلامی جمهوریت به هیڅکله هم د تیریو په مقابل کې له ځواب ویونکي حقه چې  د ملګروملتو د ټولو غړو یو بنیادي حق دی،سترګې پټې نه کړي.

بقائي  ووئيل،خبرې اترې سره مبادله کیږي،خو په عین حال کې ایران به چورلټ اوپریکنده ځواب ورکړي او د هیواد د چارواکو او د وسلوال ځواک د فیصلې په اساس به عمل وکړي.

د ایران په درو ولایتونو کې په پوځي تاسیساتو باندې د اسرائيلي رژيم حمله شوې چې د وسلوال پوځ څلور پرنسل پکې شهیدان شوي دي.

بقائي  په دغه خبری کنفرانس کې د ملګروملتو د تاسیس نهه اویایمې کلیزې ته په اشارې سره ووئيل، ددغې موسیسې د ناکامیو او بریاؤ د ارزونې لپاره ښه وخت دی .

د ایران خارجه وزارت ویندوي ووئيل، په دغه تیر یوه کال کې یعني په غزې کې په نسل وژنې سره په یووخت د ملګروملتو مسئولیّت او کړچار هم ترپوښتنې لاندې ورغلی دی او امریکا او صهیونیسټي رژية  ئې ځواب ویونکي نه دي کړي او حتی د اپیل نړیوالې اارې د کمزوري کړچار شاهدان یوو.هغه روښانه کړه چې د اسرائيلو نسل وژونکي حملې او بمبارئ غزې ته محدودې نه کیږي. بلکې  په لویدیځي غاړې کې هم دغه کړنې روانې دي.

 اسماعیل بقائي د ایران فعالې ډيپلوماسۍ ته په اشارې سره ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت د غزې د نسل وژنې پاي ته درسولو لپاره په نړیوالو ټولنو او اورګانونو کې پراخې هڅې کړي ډي.

https://iqna.ir/fa/news/4244787

captcha