ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپورراکړ، په غزې تړانګې کې د جنایتکار او وحشي صهیونیسټي رژيم په بمباریو کې د یوه کور په کنډوالو کې یو شمیر انجونې غونډې شوي څو په غزې تړانګې د اسرائيلي رژیم له ویجاړونکو تیریو سره سره ،قرآن کریم حفظ کړي.
ددغه پلان دوو نوښتګرو خوئيندو رنیم او آیات وئيلي دي چ ې دغزې په هر عمر کې ډيرې انجونې له سختو جنګي شرائطو سره سره ګروهمنې دي چې قرآن کریم حفظ کړي.
دغه انجونې پر ړنګو شوو او خرابو سړکونوڅخه تیريږي څو دغه ځاي ته چې تقریبا یوکنډواله شوی کور دی ، ځانونه رسوي، یو داسې کور چې د نیواکګر رژيم د پوځ له بمباریو وروسته د قرآن کریم له حفظ سره د لیوالو لپاره په یوه پناه ځاي بدل شوی دی.
رنیم وائي، چې له سختو بدو روحي شرائطو سره سره، مونږهماغه راز د قرآن کریم حفظ ته دوام ورکوو؛ دغه اقدام ډير لوي اجر او انعام لري ،ځکه دغه انجونې سره له دې چې ځينو د خپلو کورنیو غړي له لاسه ورکړي دي، بیا هم لیواله دي چې قرآن کریم حفظ کړي.
سندس په دغه ټول کې یوه بله جینۍ ده چې وائي، له کنډوالو او هغو پيښو سره سره چې پيښې شوي ، د مونږ لپاره دومره مهمې نه دي چې څه مشکلات لري قرآن هغه که په جنګ کې وي او که د غزې له جنګه مخکې، د انسان لپاره یو نور دی او مونږ ته ډاډ او دآرامښت او امنیت احساس راکوي او مونږ هیڅ ویره نه محسوسوو.
د غزې تړانګې د روغتائي چارو وزارت وئيلي دي چې د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې راپه دې خوا تر دې دمه د صهیونیسټی وحشي رژيم په جنایتونو او تیریو کې د شهیدانو شمیر څه دپاسه ۴۳ زرو ته او د تپيانو شمیر هم یولک لس زره کسانو ته رسیدلی دی چې زیاتره قربانیان ئې ښځې اوماشومان دي.