ایکنا نیوز راپور راکوي، د ترکیې هیواد دقرآن دنړیوالو سیالیو دنهم پړاؤ پایزې دستورې د چارشنبې په ماښام یعني د لړم په نهمه نیټه د ترکیې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې او د دغه هیواد دو لسمشر رجب طیب اردوغان په شتون سره ترسره شوې او د ټول قرآن دحفظ اوتحقیق د قرائت په دوو څانګو کې برلاسه کسان په جایزو ونازول شول.
په همدې اساس په دغو سیالیو کې د ایران دوه نمایندګان میلاد عاشقي او سید پارسا انګشتان په دغو سیالیو کې ګډون درلود چې په ترتیب سره ئې د ټول قرآڼ د حفظ او د تحقیق د قرائت په څانګو کې دوهم مقام ترلاسه کړ او د ترکیې د ولسمشر له لاسه ئې د ستاینې میډال ترلاسه کړ.
دغه سیالۍ د اړم یا عقرب د میاشتې له دریمې نیټې څځه د ترکیې په شانلي اورفا ښار کې پیل پیل شوې او تر نن پورې چې ددغو سیالیو پایزې دستورې ترسره شوې دوام ئې درلود.
په همدې اساس ، دټول قرآن کریم د حفظ په څانګې کې پر میلادعاشقي سربیره چې دوهم لمب شوی، د بنګله دیش اوملایشیا نمایندګان اول او دریم لمبر شوي دي
د تحقیق د قرائت په څانګې کې هم پر سید پارسا انګشتان سربیره چې دوهم مقام ئې وګاټه، د ترکیې او افغانستان نمایندګان هم په ترتیب سره اول او دریم شول
ددغو سیالیو د قاضیانو په ډلې کې د ترکیې څلور کسان اویو یو قاضي هم د ملایشیا،مراکش،کویت ،لبنان،اردن او سوډان هیوادونو څخه وو.
د ترکیې د قرآن دغه نړیوالې سیالۍ په دوو مرحلو کې یعني په مقدماتي او نهائي مرحلو کې ترسره شو .ددغو سیالیو مقدماتي مرحله په غبرګولې میاشتکې او د فایلونو په بڼه ترسره شوې .په دغې مرحلې کې د ۹۳ هیوادونو نمایندګانو تلاؤت او اجرا په غیر حضوري توګه قاضیانو ته فایلونه استولي او له هغوي څخه ۴۷ هیوادونو نمایندګانو نهائي مرحلې ته لاره وموندله .
ایکنانیوز په دې اړه لاندینئ ویډیو کلیپ ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي، چې د ترکیې د قرآن د سیالیو پایزې دستورې چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په شتون سره ترسره شوې ،لیدلی شئ