IQNA

په لاهور کې د ؛اسلامی هنر ؛په عنوان سره نندرتون پرانیستل شو

10:59 - November 19, 2024
د خبر لمبر: 3490183
ایکنا – د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري  خونې مسئولانو ،د ؛اسلامی هنر؛ نومې نړیوالې ورځې سره په یووخت،د یوه نندارتون په ترسره کولو سره، ؛ایراني – اسلامی؛هنر د مینه والو لپآره نندارې ته وړاندې کړ.

ایکنانیوز  د ایران پریس له قوله راپورراکړ، دغه نندارتون چې د ایران د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې د انساني ځواک مرستیال حسین پور او ددغې ادارې د آسیا او اوقیانوسیې د چارو د عمومي مدیر عادل خواني په شتون سره افتتاح شو.د لاهور په الحمرا هال کې چې د لاهور ښار یومشهور او غوره کلتوري مرکز دی، له هنر سره د مینه والو کوربه دی.
 په دغه نندارتون کې د ایراني بډاي او اصیل هنر د معرفۍ په موخې سره د فیروزه کوبی او میناکارۍ په شان د لاسي صنائعو پشمول د ایران د اصفهاني هنرمند سعید رضا کامراني آثار چې د اسلامی هنر په تاریخ کې  ځانګړی ځائيګی لري،د مینه والو اوګروهمنو  د لیدو  لپاره وړاندې کړل.

افتتاح نمایشگاه «هنر اسلامی» در لاهور
همداراز د لاهور د خونشنویسانو د ټونلې مشر استاد عرفان قریشي آثارو هم ددغه نندارتون یوه بله برخه جووله چې د پاکستانیو هنردوستو له پراخ هرکلی سره مخامخ شوي.
حسین پور او ددغه نندارتون د پرانیستونکو دستورو نورو ویناوالو د مسلمانو ملتونو ترمینځ د کلتوري ارتباطاتو د پیاوړتیا لپاره د یوه آوزار په توګه د اسلامی هنر په اهمیّت باندې په ټينګار سره ووئیل، اسلامی هنر د مسلمانو ټولنو ترمینځ د ګډې ښکلا پيژندنې یو سمبول او بیلګه دی.
دغه نندارتون چې د ایران او پاکستان د کلتوري اورګانونو په ملګرتیا سره ترسره شو،ددواړو هیوادونو ترمینځ د کلتوري تعاملاتو د پياوړتیا په لړ کې یو مهم ګام حسابیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4249002

captcha