ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، په بغلان ولایت کې د وسله والو کسانو په یوه ترهه ګر برید کې لږ ترلږه ۱۰ کسان وژل شوي، چې مسئولیت یې داعش خراسان ترهه ګرې ډلې منلی دی.
د پاکستان په پاړه چنار کې په شیعیانو له وروستي تروریستي برید وروسته چې له امله یې تر څلویښتو زیات کسان ووژل شول، په افغانستان کې د صوفیانو پر زیارت تروریستي برید په پاکستان، افغانستان او سیمې کې د امنیتي وضعیت او فرقه پالنې په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړې. په افغانستان کې د بشري حقوقو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې مذهبي لږکي لا هم له سختو ګواښونو سره مخ دي او لازمه ده د هغوی د ساتنې او عدالت په وړاندی زیات اقدامات ترسره شي .
هغه څه چی زیات د اندېښنې دي د داعش د ترهګرې ډلې قدرت ښودل دي چې د ځینو سیمه ایزو او له سیمې وراخوا ټولنو په ملاتړ هڅه کوي، چې د تش په نامه خلافت د رامنځته کولو لپاره ځمکه غصب کړي.دغې ترهګرې ډلې په سوریه او عراق کې د خپلو سپیرو پلانونو د عملي کولو لپاره سر راپورته کړ، خو له ماتې وروسته د لویدیځو کړیو په ځانګړې توګه د امریکا په ملاتړ په افغانستان کې بیا تنظیمیږي.
که څه هم په افغانستان کې واکمنو طالبانو په ځلونو په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د له منځه وړلو خبره کړې ده، خو د خپلو بریدونو دوام په ځانګړې توګه پر اقلیتونو باندې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د تنظیم او ودې په اړه د اندیښنې وړ پیغام دی. په همدې خاطر د پاکستان د دفاع وزیر افغانستان د ترهګرۍ سرچینه ګڼلې ده.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په پاکستان کې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو پرضد د ترهګرو بریدونو له زیاتیدو سره هم مهاله، له افغانستانه د ترهګرو په ګټه اخیستنې تورن کړ او ټینګار یې وکړ چې د پاکستان امنیتي پیښې له افغانستان څخه سرچینه اخلي. نوموړي په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل،د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو بریدونو په وروستیو کې زیاتوالی د پاکستان پر وړاندې د پولې د ګواښونو د زیاتوالي لامل شوی دی.
په هر حال د ایران، پاکستان او افغانستان دننه وروستیو سرحدي ترهګرو بریدونو ته په کتو سره په بشپړه توګه درک کېږي چې د داعش خراسان په څېر ترهګرې ډلې د خپلو امنیتي ضد کړنو او خوځښتونو د زیاتولو په هڅه کې دي چې که د دوی د خوځښتونو مخه ونه نیول شي نو د سیمې امنیت به سخت زیانمن شي.
په همدې دلیل د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د سیمې د هیوادونو ترمنځ هراړخیزې امنیتي او استخباراتي همکارۍ ته ډیر ضرورت دی او د ایران اسلامي جمهوریت تل په دې برخه کې مخکښ پاتې شوی دی. ایران ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ د نابودۍ د له منځه وړلو لپاره به د دوه اړخیزو او څو اړخیزو غږملتیاو او همکاریو د پیاوړتیا لپاره له هیڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154604