ایکنانیوز د ایسنا له قوله راپور راکړ،د اسلامی ویښتیا نړیوالې ټولنې د پاکستان د خیبر پختونخواه په کورمې ضلعې کې په یوه مسافري کاروان بوږنونکي حمله چې د حکومتي ځواک په بدرګې کې روان ؤ،په بګن اوچت او مندوریو سیمې کې ورباندې ترهه ګرو حمله کړې او د ماشومانو او ښځو پشمول ئې سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اړولې په کلکه محکومه کړې او د پاکستان پر حکومت ئې غږ کړی چې د ځاي مسلمانانو په ضد د ترهه ګرو دسپیرو اقداماتو او ددوی پخپلو کې سره د ښکیلولو د دسیسو مخنیوی وکړي.
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي دغه جنایتونه او بوږنونکي اقدامات په مسلمانانو کې د درز او تفرقې او په سمیې کې د اړئ ګړئ او بې ثباتۍ د رامینځةکولو په موخې سره منظم شوي او د صهیونیسټي رژیم په څير د دوي د سیمه ایزو عمالو ترڅنګ د امریکا او لویدیځي قدرتونو په بشپر ملاتړ او ددوی د پيّلو اوتالی څتو په وسیله ترسره کیږي. د پاکستان له حکومته تمه کیږي ، له تکفیری او ترهه ګرو بهیرونو سره د چورلټې مقابلې په ترڅ کې دې دغه جنایت دعاملانو دمحکمه کولو او د ترهه ګرو او تکفیری ډلو ټپلو پر ملاتړو د ځینو داخلی او بهرنیو او سیاسی دباؤنو داعمالولو پشمول دې دجدی تدبیرونو په غوره کولو سره ددغه شان جنایتونو د تکراریدا مخنیوي دې وکړي.
https://www.isna.ir/news/1403090402490/