ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړیو د افغانستان په کابل کې د چین د سفارت سلاکار، ماچنګوانګ په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه ګڼي.
نوموړي زیاته کړې چې، د افغانستان د اوسنیو مسایلو د حل لپاره تر ټولو غوره لاره سیاسي خبرې دي.
د چین د سفارت سلاکار زیاتوي چې په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو سمه حل لاره سیاسي خبرې دي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغانستان سره د سوله ایزې بیارغونې لپاره لا زیاتې مرستې وکړي.
د سرپرست حکومت ویاند په افغانستان کې سوله او ټیکاو د سیمې په ګټه ګڼي او پر لا زیاتو همکاریو ټینګار کوي
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په یوه مرکه کې ویلي وو، چې چین د افغانستان د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه د سیمې له هېوادونو سره د خبرو په حال کې دی.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154772