ایکنا – د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې کې د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ سکرټري جنرال شبیر حسین ساجدي په یوې خصوصي مرکې کې وئيلي دي، د پاکستان په پاراچنار کورمې ضلعې کې د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ په حقیقت کې هیڅ شخړه نشته ،خو ځیني حکومتي او پوځي کړئ شته چې د خپلو سپیرو موخو په خاطر ځاي اوسیدونکو په ضد دسیسې جوړوي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ د خیبر پختونخواه صوبې سکرټري جنرل شبیر حسین ساجدي د پاراچنار کورمې ضلعې د وروستیو حالاتو په باب په یوې خصوصي مرکې کې په ډاګه کړې ده ، چې په کورمې ضلعې کې دشیعه اوسني مسلمانانو ترمینځ د نفرت او کرکې د رامینځةکولو په پیښو کې ځیني حکومتي او پوځي کړئ لاس لري او داسې ځيني کسان ئې روزلي او په پیسو اخستي دي چې په سیمې کې د اړئ ګړئ دجوړولو او د ځاي مسلمانانو ترمینځ د تاؤتریخوالي د رامینځةکولو په موخې سره ورڅخه م ناوړه استفاده کوي او خپلو سپیرو موخو په خاطر د بې ګناه خلکو وینې تویوي.
له شبیر ساجدي سره د شوي مرکې یوه ځانګړي برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.