IQNA

  په لندن او پاریس کې د غزې د ملاتړو  مظاهرې (فیلم)

16:29 - December 02, 2024
د خبر لمبر: 3490246
ایکنا – په لندن اوپاریس کې د فلسطین لسګونو زره ملاتړو ، له صهیونیسټي رژيم څخه د انګلستان او فرانسې  ملاتړونه په سخته محکوم کړل او د فلسطین له ملت او دغزې تړانګې له اوسیدونکو سره خپل پیوستون باندې ټينګار وکړ.

ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکړ، دغه مظاهرې پرون ناوخته په لندن اوپاریس کې ترسره شوي دي او مظاهره چیانو  د بریتانیا او فرانسې دحکومتونو د سیاستونو په محکومولو سره  لهنیواکګرانو څخه ددغو هیوادونو د حکومتونو د ملاتړ  پر دریدا او  د فلسطین په حق کې د جنایتونو په دلیل  د صهونیسټي رژيم  دمحاکمه کیدا  غوښته وکړه.

دغه مظاهرې په داسې حال کې ترسره شوي چې نړیوالې ټولنه د فلسطین او غزې تړانګې د مظلومو او بې څوکه خلکو په حق کې د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په دریدا کې  پاتې راغلي  او فلسطینیان د خپل ملت په ضد د اسرائيلو له ویجاړونکی جنګه  کړیږي .

د لندن په مظاهرې کې یوه  فعال عدنان  حمیداان العالم ټیلیویژني چینل خبریال ته  ووئيل،  دجنګ  د دریدا لپاره اتحاد، د فسطین لهملت سره د پیوستون لپاره  اتحاد او د ایټمی وسلو د ختمولو لپاره اتحاد چې  نیواکګر  ورسره درسته نړۍ ګواښي، ددغومظاهرو درې شعارونه دي. او مونږ  اوس له فلسطین سره  د پيوستون په نړیوالې ورخې کې  دلته سره غونډ شوي یوو.

 مظاهره چیانو همداراز له انګریز حکومته  د نړیوالو قوانینو د اجرا ، صهونیستي رژيم ته د وسلو د صادراتو دریدا  او د جنګي جنایتونو په تورونو باندې د اسرائيلي مسئولانو  د نیولو په باب د هیګ د نړیوال جنائي عدالت  د فیصلې  په رسمیّت پيژندنې  غوښتنه وکړه.

 په عین حال کې دې ته ورته مظاهرې هم د فرانسې  په پلازمینې پاریس کې هم ترسره شوې او مظاهره چیانو د فرانسې له ولسمشر آمانوئل ماکرون څخه په غزې کې د جنګ دختمیدا لپاره د هڅې  غوښتنه وکړه.

په دغو مظاهرو کې ګډون کونکو،پرغزې بمبارۍ او په چوپتیا  کې د فرانسویانو شتون په څير شعارونه ورکول او د فرانسوي ښاریزو څخه د فلسطین  هیواد د په رسمیّت پيژڼدلو  په ضرورت ټينګار وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4251532

captcha