ایکنانیوز د مهر له قوله راپور راکړ،د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز په سورئې د تکفیری ترهه ګرو ډلو ټپلو یرغلونه د سیمې لپاره یوه خطرناکه سناریو وبلله او وې وئيل، له لبنان سره د صهیونیسټي رژيم د اوربند له خلاف ورزۍ سره ددغو سرغلونو یووخت والی د مقاومتی چورلیز د کمزوري کولو لپاره د امریکائي عبري غږمله دسیسې ښودنه کوي.
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران دپوځ لوی درستیز سردار محمد باقري د روسیې له دفاع وزیر آندری بلوسوف او د عراق د پوځ له لوي درستیز جنرال یار ا...او دغه راز د سورې د پوځ له لوي درستیز جنرال عبدالکریم سره په جلاجلا ټيلیفوني خبرو کې په سورئې کې پر ځینو سیمو د تکفیری ترهه ګرو د یرغلونو او میداني بدلونونو په باب خبرې اترې او ارزونې وکړې.
سردار باقري په دغو خبرواترو کې په دې په ټينګار سره چې په سورئې کط د تکفیری ترهه ګرو یرغلونه په لومړي ګام کې د سیمې لپاره یوه خطرناکه سناریو ده ،ووئيل؛ له لبنان سره د صهیونیسټي رژیم د اور بند له ماتونې سره ددغو یرغلونو یووخت والی د سورئې،همتړونونو او دمقاومتی چورلیز د کمزوري کولو لپاره د یوې امریکائی –عبری غږمله دسیسې ښودنه کوي.
په دغو خبرو کې لورو دسورئې د قانوني حکومت پر چورلټ ملاتړ سره یو نظر درلود اووټاکل شوه چې د سورئې د پوځ د پشتیبانۍ لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
د ایران د پوځ لوي درستیز او د روسیې، عراق او سورئې د پوځ لوړروتبه چارواکو د سورئې له ګاونډيو هیوادونو هم وغوښتل ، دتکفیری ترهه ګرو د پشتیبانۍ دمخنیوي لپاره دې لازم اقدامات وکړي.
تکفیري ترهه ګرو ډلو ټپلو د نومبر په ۲۷ نیټه د ځينو هیوادونو په ملاتړ او بهرنیو ځواکونو په واریدیدا سره دحلب په جنوب لویدیځ او شمال لویدیځ او لویدیځي برخو کې دسورئې د پوځ پر مورچلو پراخې حملې کړي دي. د سورئې پوځ هم په وروستیو شپو ورځو کې په دغه هیواد کې د ترهه ګرو په نیول شوو برخو باندې سختې بمبارۍ او حملې کړي چې وئيل کیږي تروروستیو پورې ئې کابو یو زر اته سوه ترهه ګر هلاک اوټپیان کړي دي او دغه راز ئې ورڅخه زیاتره سیمې پاکې کړي دي.
https://mehrnews.com/news/6306716