ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دافغانستان دحکومت دریس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادرپرون پکتیا ولایت ته تللی او هلته یې د طالبانو تر مینځ د مینې او ورورګلوۍ یادونه وکړه.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د پنجشنبې په ورځ د دغه وزارت په انګړ کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د برید مسولیت د داعش خراسان ولایت څانګې وسله والې ډلې منلی دی.
راپورونه ښئ ،طالبان په داسې حال کې خپلمنځي اختلافات ردوي، چې یو شمیر رسنۍ، بهرني ډپیلوماټان او سیاسي شنونکی وايي، پر ځینو مسایلو په تیره بیا د نجونو پر زده کړو د بندیزونو پر سر د طالب مشرانو ترمینځ اختلافات شته.
که څه هم پر خلیل الرحمن حقاني د برید مسولیت د داعش ډلې پر غاړه اخیستی خو په کابل کې د طالبانو د حکومت د دې لوړ پوړي چارواکي له وژل کیدو وروسته داسې ګنګوسې خپرې شوې چې د طالبانو پر دې وزیر برید د دې ډلې د واکمنو چارواکو د خپلمنځي اختلافاتو پایله ده، هغه څه چې ملا برادر او نورو طالب مشرانو رد کړل.
خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د حکومت د سرپرستې کابینې لومړنی غړی او لوړپوړی چارواکی دی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته وژل کیږي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i155288