ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله رآپور راکړی،د افغانستان په کابل کې د سعودي عربستان سفارت ویلي:په دغه هېواد کې يې د خلکو ستونزو ته په کتو او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه یې د سفارت ډپلوماتيکې چارې بیا پيل کړې.
د سعودي عربستان د حکومت پر پښتو اېکس پاڼه لیکل شوي: “د سعودي عربستان باچاهي حکومت د افغان وروڼو لپاره د ټولو خدمتونو د وړاندې کولو په ګروهنې سره، پرېکړه کړې چې د سعودي عربستان نمایندګي په کابل کې خپل فعالیتونه د ۱۴۴۶/۶/۲۱هـ نېټه چې د ۲۰۲۴/۱۲/۲۲م سره سمون خوري، بیا پیل کړي.”
سعودي عربستان د ۱۹۳۲ کال راهېسې له افغانستان سره ديپلوماتیکې اړیکي لري، خو د جمهوري نظام د سقوط وروسته یې د خپل سفارت فعالیت درولی وو.
دا په داسې حال کې دي چې عربستان په افغانستان کې د تیر حکومت په پړاؤ کې هم داسې ډيرې پروژې پیل کړې وې چې تردې دمه نیمګړي پاتې دي او دغه راز ئې په دغه هیواد کې د یوې لوئې اسلامی پوهنتون د جوړولو هوډ هم کړی ؤ چې په سیمې کې ئې ډیری غبرګونونه راپارولي وو ، ځکه هرچرته چې سعودي عربستان د مذهبی چارو پیلولو پیل کړي دي ، نو هلته ئې افراط پالنه او مذهبی منافرت زیات کړی دی .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i155496