IQNA

که دپاکستان د پاراچنار یوازینۍ ستره لاره تر ۷۲ ساعتونو پورې خلاصه نه شي ،نو ټول پاکستان به بلاک کړي

6:45 - December 25, 2024
د خبر لمبر: 3490365
ایکنا - په درست پاکستان کې د اهل تشیّع درستو سیاسی او مذهبی ګوندونو او ډلو په ټول پاکستان کې  د پاراچنار د مظلومو خلکو د  حقه حقوقو دپوره کیدا او ددوي پر مخ د یوازنیۍ پاراچنار پیښو ر سترې لارې د پرانیستو په حق کې پرلتۍ وهنو اعلان کړی او ورسره ئې ګواښ کړی  چې که د پاراچنار دمظلومو خلکو چغه وانه وریدل شي، نو په یوهیړ به د پاراچنار په لور امن  پلی مارچ وکړي او د هرډول نتیجو مسئولیّت به ئې د  مرکزي او صوبائي حکومت په غاړه وي.

زمونږخبریال  له پاره چنار ه راپور راکړ،د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې د کورمې په پاراچنار کې له شپږ ورځو راهسې پرلتۍ وهونکو  سلګونو کسانو د پاکستان حکومت ته ګواښ کړی چې که تر ۷۲ ساعتونو پورې د  پاراچنار پیښور ستره لاره خلاصه نه شوه ،نو  په ټول پاکستان کې به  ټوله لارې او سړکونه او کوڅې وتړل شي.

په راپور کې وئيل شوي دي  له پرون ناوخت راهسې  د پاراچنار له مظلومو خلکو سره د خواخوږئ او همغږئ په خاطر د پاکستان په  اسلام اباد،پنډئ ،کراچئ، لاهور ،فیصل آباد، آزادکشمیر ، جهنګ ، پشمول په لسګونو ښارونو کې پرلتۍ  وهل شوي او  پرلتۍ وهونکو  کسانو اعلان کړی دی چې تر څو دپاراچنار ښار د مظلومو خلکو پرلتۍ وهنې روانې وي ،دوي به هم  خپلو پرلتۍ وهنو ته دوام ورکړي.  دوي دغه راز ګواښ کړی چې که د ټل پاراچنار ستره لاره خلاصه نشي ،نو د دوي دوهم اقدام به  صوبائی او مرکزي حکومت مجبوره کړي څو په خود کې شي او پخپلو مسئولیّتونو  او دندو عمل وکړي  او د پاراچنار د مظلومو خلکو  چې  له تیرو ۷۷ ورځو راهسې پرې یوازنیۍ ستره هم بنده شوې ده  خلاصه کړي او په دغې سیمې کې   د یوه انساني ناؤرین  د رامینځةکیدا مخه ونیسي. 

تظاهرات د ر پاکستان د رحمایت مردم پاراچنار

 د پاراچنار  په سلګونو وګړو پخپلو پرلتۍ وهلو سره  یو ځل بیا ګواښ کړی چې  دوه ورځې مخکې بیا د کوزې کورمې په اوچت سیمې کې  د وه بې ګناه  ځوانان په ډیرې بې دردئ سره  وژل شوي او ورڅخه سرونه غوڅ کړئ شوي دي که  حکومت په موقعه کوم اقدام کړی وائ نو دغه  غیر انساني  او غیر اسلامی   کار به نه وائ شوی  او انسانیّت به ورڅخه نه و ائ شرمیدلی.

داپه داسې حال کې دي چې په درست پاکستان کې د اهل تشیّع درستو سیاسی او مذهبی ګوندونو او ډلو په ټول پاکستان کې  د پاراچنار د مظلومو خلکو د  حقه حقوقو دپوره کیدا او ددوي پر مخ د یوازنیۍ پاراچنار پیښو ر سترې لارې د پرانیستو په حق کې پرلتۍ وهنو اعلان کړی او ورسره ئې ګواښ کړی  چې که د پاراچنار دمظلومو خلکو چغه وانه وریدل شي، نو په یوهیړ به د پاراچنار په لور امن  پلی مارچ وکړي او د هرډول نتیجو مسئولیّت به ئې د  مرکزي او صوبائي حکومت په غاړه وي.

دهرنا  پاراچنار تحصن  پاراچنار

په عین حال کې د  پاکستان مجلس وحدت مسلمین غورځنګ  مشر سناتور راجه ناصر عباس جعفری چې د عمران  خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ائیتلافی  لوری هم دی پر عمران خان غږ کړی چې د  خیپرپختونخواه صوبې اعلی  وزیر ګنډاپور او صوبائي ویندوي  بریسټر سیف دې فوری  له خپلو دندو ګوښه کړي که نه نو دوی به له دغه  ائيتلافه  خپله لاره جلا کړي. 

پاراچنار

بستن راههای بزرگ پاراچنار پاکستان

پاراچنار

captcha