ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړی، د پاکستان د پاره چنار سیمې د لارې د بندیدا په هکله د کراچۍ ښارپشمول په زیاترو ښارونو کښې پرلتې دوام لري.
په راپور کې وئيل شوي دي،نن د پاکستان د سیند صوبې د مرکز کراچۍ په ټولو سیمو کښې د دغه هیواد د مذهبي او د سیاسي ګوند مجلس وحدت مسلمین د مشرانو او د فعالانو لخوا د خیبر پښتونخوا صوبې د ټل پاره چنار سیمې د لارې د بندیدا پرضد پرلتیو دوام درلود.
د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشرانو او فعالانو د کراچۍ ښار لوې لارې بندې کړي دي چې د خیبر پښتونخوا صوبې په پاره چنار سیمه کښې د لارې د تړل کیدا او هلته د اهل سنتو لخوا د اهل تشیعو د وژل کیدا پرضد اعتراض وکړي.
د مجلس وحدت مسلمین مشرانو او فعالانو د ټل پاره چنار لارې د خلاصولو په شمول د شیعه مسلمانانو د وژلې د مخه د نیول کیدا غوښتنه وکړه.
نوي(۹۰) ورځې کیږې چې د پاکستان د کرمې سیمې اهل سنتو او ترهګرو کسانو د پاره چنار د شیعه مسلمانانو پرمخ یوازنۍ مهمه ټل پاره چنار تړلي ده او په پاره چنار او شاوخوا سیمو کښې خوراکي شیان ، درمل او اوړه او نور ضروري شیان ختم شوي او ډیرې ماشومان هم د سخت ساړه او د دوایانو د نشتون له کبله مړه شوي دي.
د پاکستان د کراچۍ ښار شیعه فعالانو نن د شارع فیصل، یونیورسټي روډ او د شارع پاکستان په شمول مهمې لارې بندې کړي چې له کبله یې د ګاډو ټرافیک جوړ شو او خلکو هم متبادل لارې استعمال کړې.
د مجلس وحدت مسلمین ګوند ویاند «سید علي احمر زیدي »وویل چې زمونږ مهمه غوښتنه د ټل پاره چنار د لارې پرانیستل دي چې هلته خواړه او درمل خلکو ته ورسیږي او زمونږ بله غوښتنه هم د هغو قاتلانو پرضد د اپریشن او عملیاتو ترسره کول دي کومو چې د پاره چنار په سلګونو شیعه مسلمانان چې سلو ګاډو کښې روان وو ترسره کړي او دا په داسې حال کښې چې د کرمې د اهل سنتو لخوا د شیعه مسلمانانو د وژلو په وخت هلته موجود حکومتي پولیس او پوځیان تښتیدلي وو.
هغه وویل زمونږ په غوښتنو کښې د وژل شویو کسانو وارثانو ته د ګرمې ور کول او د جرګو په وسیله د ځمکو پرسر د شخړو ختمول او په ایف سي ملیشا ځواکونو او پولیسو کښې د اصلاحاتو راوستل او د پاره چنار د ځايي پولیسو او د ځايي ادارې د چارواکو له کارونو لیرې کول شامل دي کوم چې د شیعه مسلمانانو د وژلې په مخنیوي کښې ناکامه شوي وو.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155688