ایکنانیوز د حوزه نیوز له قوله راپور راکړی، په قم سپيڅلي ښار کې د امام خمیني مدرسې په قدس ایډیټوریّم کې د اسلام دشهیدانو په تیره بیا د شهید قاسم سلیماني، شهید ابومهدي المهندس، شهید حسن نصر ا... او د فلسطین او لبنان د نورو شهیدانو په نامې سره ولولناکې دستورې ترسره شوې چې په هغو کې قدرمنو شهیدانو ته دعقیدت ګلونه او پيرزوینې وړاندې شوې.
په دغو دستورو کې چې په زرګونو کسانو پکې ګډون درلود او زیاتره ئې بهرنیان ؤؤ پخپلو ویناؤ کې د شهیدانو عظمت او ځانګړنې بیان کړې.
په راپور کې وئيل شوي ، د دستورو په پيل کې د پاکستان یوه قاری د قرآن تلاؤت وکړ، بیا د فلپین یوه کس د دعای توَسل روحاني دعا تلاؤت کړه او د انډونیشیا،نیجریه او امریکائي ښاریزو هم انقلابی او حماسي شعرونه وړاندې کړل.
د انګلستان د یوه ښاریز ایم علی اراکي په کوربتوب سره یو ګردی میز ترسره شو چې په هغه کې په سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو او حالاتو رڼا واچول شوه.
په دغو د ستورو کې آیت ا... محسن اراکي پخپلې وینا کې د مومنانو په مسئولیّتونو او دندو باندې په ټينګار سره عالمان اوطلبه ؤ په کردار رڼا واچوله او وې وئيل،باید عالمان او دینی طلبه خپل کردار داسې جوړ کړی چې د عامو خلکو اخلاقي او معنوي بیلګه شی او پخپلو سیمو کې دنورو لپاره یوه روښانه لاره وړاندې کړي.
په دغو دستورو کې ځینو کسانو ته چې تقریري مقابلې کې ئې ګډون وکړ، جایزې ورکړل شوې او د فلسطین او لبنان مظلومو خلکو لپاره د مالی مرستو یو مهم هم ترسره شو. ددغه پروګرام اصلی موخه په بهرنیو ژبو په تیره بیا انګریزي ژبې ویونکو هیوادونو او ټولنو ته د اسلامی تعلیماتو په اساس ددینی حقیقتونو رسول او د حقیقی اسلام ځانګړنو او عظمت څخه د دوي خبرول وو.
https://ur.hawzahnews.com/news/405848