ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د کورمې ضلعې په بګن سیمه کښې د ځايي واکمن ډپټي کمشنر جاوید ا... محسود او د پولیسو او د ایف سي ملیشه ؤ په ګاډو باندې د بګن سیمې د وسله والو کسانو په ډزو کښې ډپټي کمشنر او شپږ نور کسان ژوبل شوي دي.
ډپټي کمشنر جاوید الله محسود او نور شپږ ژوبل شوي کسان علیزی روغتون ته یوړل شول او اوس د ټل روغتون ته انتقال کړی شوي دي.
حکومتي عسکرو د بګن سیمه کلابند کړي ده او په پاره چنار کښې د طوري ، بنګښ قبیلو په یوې بیړنۍ غونډه کښې دغه پیښه ډیره خواشینونکي بللي ده.
د کرمې پولیسو وویل چې په کوهاټ سیمه کښې درې ورځې مخکې د کورمې د شیعه او د سني مشرانو لخوا په امن تړون باندې له دستخطونو وروسته نن اتیا ټرکونه چې خوراکي شیان او نور د ضرورت وړ شیان پکښې بار وو ،د برَې کورمې ،پاره چنار او نورو سیمو ته روان وو او سخت امنیتي تدبیرونه هم نیول شوي وو.
ډپټي کمشنر جاوید الله محسود د ټرکونو د کاروان لپاره د پاره چنار ـ پیښور مهمې لارې د امنه ساتلو لپاره په بګن سیمې کښې موجود و چې هلته د هغه په ګاډي باندې د بګن سیمې ترهه ګرو چې منګل ، مقبل او نور قومونه پکښې شامل وو ډزې وکړې چې له کبله یې جاوید الله محسود ، د ملیشا عسکر رفیع الله او د ډپټي کمشنر امیني ګارډ مثل خان په شمول شپږ کسان ژوبل شول.
د پاکستان عسکرو بګن ، چارخیل او نورې سیمې کلابندې او د پیښې په هکله یې تحقیقات پیل کړي دي.
د خیبر پښتونخوا صوبې د حکومت ویاند بیرستر سیف وویل چې مونږ د کوزې کرمې په بګن سیمه کښې د ډپټي کمشنر جاوید الله محسود په ګاډي د حملې غندنه کوو او له دغه حملې وروسته د اتیا ګاډو کاروان په موقته توګه درول شوی دي او د حالاتو په ښه سره سم به دغه کاروان بیرته واستول شي.
د پاره چنار – پیښور یوازینۍ ستره لاره د تیر میلادي کال د نوامبر د میاشتې له یویشتمې نیټې څخه په بګن ، اوچت او چار خیلو سیمه کښې د طوري قوم د ګاډو په یوه کاروان باندې د اهل سنتو او د نورو ترهګرو لخوا په حملو کښې له سلو زیات کسان چې ښځې او ماشومان پکښې شامل وو شهیدان کړی شوي وو او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وو او په ګاډو کښې له موجودو کسانو څخه نغدې پیسې او نور ګرانبیه شیان هم غلا کړې شوي وو
اوس د کرمې په مرکز پاره چنار او نورو شیعه میشته سیمو کښې د خوراکي شیانو او د درملو سخت کمښت راغلی او هلته د قحطۍ په شان یو حالت رامینځته شوی.
په بګن سیمه کښې د ډپټي کمشنر په ګاډي باندې د اهل سنتو لخوا له حملې وروسته په پاره چنار کښې د طوري او د بنګښ قومونو بیړنۍ غونډه وشوه او د دغه حمله یې خواشینونکي وبلله او په دغه غونډې کښې قبائیلي مشرانو حاجي منور حسین او سید رضا حسین او نورو مشرانو وویل چې په بګن سیمه کښې ټول کال د طوري قوم په ګاډو او مسافرانو باندې حملې کیږي
د کرمې د طوري او د بنګښ قومونو مشرانو سمدستي د ګاډو لپاره د پاره چنار- پیښور لارې د زر خلاصولو غوښتنه وکړه.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155950