IQNA

د پاکستان د کورمې په بګن سیمه کښې په ډپټي کمشنر حملې امن تړون ته تاوان رسولی

14:46 - January 05, 2025
د خبر لمبر: 3490418
ایکنا- د پاکستان د کی پي کې دکورمې ضلعې په بګن سیمې کښې په حکومتي چارواکو باندې د ځاي ترهه ګرو د حملې په وجه د کرمې د اهل تشیع او د اهل سنتو ترمینځ شوي امن موافقې ته سخت ګوزار ورکړل شوی دی.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی د پاکستان د کوزې کرمې په بګن سیمه کښې چې د ترهګرو او د ورانکارو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی پرون د ځايي واکمن ډپټي کمشنر جاویدالله محسود او د پولیسو په ګاډي باندې ترهګره حمله وشوه چې له کبله یې د ډپټي کمشنر په شمول شپږ کسان ژوبل شوي وو.

په بګن سیمه کښې په حکومتي چارواکو باندې د حملې په وجه د کرمې د اهل تشیع او د اهل سنتو ترمینځ شوي امن موافقې ته سخت ګوزار ورکړل شوی دی.

د ویلو ده د تیر میلادي کال په نوامبر میاشت کښې د بګن سیمې خلکو د کرمې د پاره چنار سیمې د طوري او د بنګښ قبیلو په سلګونو ګاډو باندې چې ښځې او ماشومان پکښې سپاره وو بریدونه کړي وو چې کابو یوسل پنځوس کسان یې شهیدان کړي او لسګونو نور یې ژوبل کړي وو.

د بګن ټرهګرو کسانو د یوه شپږ میاشتنې ماشوم په خوله کښې هم ډزې کړي وې.

د کرمې طوري او بنګښ قبایلو د بګن ، اوچت ، چارخیلو او د صدې سیمې د ورانکارو او ترهګرو کسانو پرضد د حکومت او د پوځیانو لخوا د سختو اقداماتو د ترسره کولو  غوښتنه وکړه.

بل خبر دا چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د حکومت ویاند بیرسټر محمد علي سیف چې د سترې جرګې د معاهدې پراساس په کرمه سیمه کښې به امن راوستل شي.

هغه وویل چې د امن له دښمانانو سره به سخته مقابله وشي او په ډپټي کمشنر باندې برید د امن د له مینځه وړلو لپاره ناکامه ناوړه سازش دی

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155960

captcha