ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د ایران د اسلامی جمهوریت د قومونو او مذهبونو د چارو د شورا مشر سید محمود علوي د یکشنبې په ورځ د ایران د شمال په ګلستان ولایت کې د ګنبدکاووس د دیني علومو د محصلینو په غونډه کې وویل:هرڅومره چې د ایران ټولنه په تېره بیا ځوان نسل له قرآن سره اشنا کیږي، همغومره به د دښمنانو د دسیسو او چلونو په وړاندې د دوی زیان کمیږي.
د پارس ټوډې د راپورله مخې، د ګنبد کاووس د اسلامي مرکز مشر عبدالساط قرابش په حکومتی بستونو کې د اهل سنتو په ګمارلو کې د ایران د څوارلسم حکومت اجرات مثبت و ارزول، دغه راز یې د قومونو او مذهبونو څخه د لا زیاتو پوهو کسانو په ګمارلو ټینګار وکړ.
د ګنبدکاووس اسلامي مرکز مشرهم په ګلستان ولایت کې د سنیانو لپاره د زر جوماتونو د شتون اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې د دغه ولایت د دیني علومو د سني زده کونکو لپاره د دریمې درجې د زده کړو لپاره په ګنبدکاووس کې د دغه ولایت د سني زده کونکو لپاره ځانګړی مرکز جوړ شوی دی.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i155996