IQNA

له افغانستان سره د پاکستان په امنیتي تګلاره کې بدلون ته اړتیا ده

16:33 - January 14, 2025
د خبر لمبر: 3490470
ایکنا- په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر احمد خان ویلي، درې نیم کاله وروسته له دې چې طالبان واک ته رسېدلي، د اسلام‌ اباد هغه تمې پوره نه شوې چې دغه حکومت به د ټي ټي پي، داعش او بلوڅ بېلتون پالو په ګډون ترهګریزې ډلې وځپي.

 

په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ویلي، اسلام‌آباد ونه توانېد چې طالبان دې ته قانع کړي، چې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک پر وړاندې اقدام وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان باید د تېرو څو لسیزو امنیتي تګلاره بدله کړي.

منصور احمد خان د دوشنبې په ورځ د پاکستانۍ «ډان» ورځپاڼې لپاره په یوه مقاله کې لیکلي چې اسلام‌ آباد د ترهګرو ډلو د مخینوي په برخه کې د طالبانو په قانع کولو کې ناکام شوی او دغې ناکامۍ د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي دي.

احمد خان ویلي، درې نیم کاله وروسته له هغې چې طالبان واک ته رسېدلي، د اسلام‌ اباد هغه تمې پوره نه شوې چې دغه حکومت به د ټي ټي پي، داعش او بلوڅ بېلتون پالو په ګډون ترهګریزې ډلې وځپي.

هغه دا رنګه لیکلي، ټي ټي پي د افغان طالبانو سره د اړیکو له امله په افغانستان کې شته او پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه یې هم زیات کړي دي.

احمد خان همدارنګه لیکلي، د اسلام‌ اباد او افغان طالبانو ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي او دا حالت د دواړو لوریو ترمنځ د “ناکامه تعامل” پایله ده.

هغه د پاکستان له خوا د ویزو، کډوالو، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د فشار تاکتیکونه “بې‌ګټې” بللي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i156338-

captcha