د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د هیواد د انجلیو او د ښځو په زده کړې بندیز ته په اشارې سره وویل د افغانستان د انجلیو او د ښځو د زدکړې د بندیز لپاره هیڅ پلمه او دلیل نشته هماغه ډول چې په تیر وخت کښې هم نه و او باید دا ډول بندیز نه وي.
د افغانستان د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي څخه د بره کلاسونو د انجلیو لپاره په زده کړې بندیز لګولی دی.
په افغانستان کښې ښځې او انجلۍ یوازې د ښځینه ډاکټرانو او متخصصانو لخوا معالجه کیدلای شي.
د افغانستان د خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس ستانکزي په یوې ویډیو کښې چې په خپلې ایکس پاڼې کښې یې خپره کړي ده وویل د افغانستان له څلویښت میلیونه خلکو څخه شل میلیونه ښځې او انجلۍ له بې عدالتۍ سره مخامخ دي دا د اسلام قانون نه دی بلکې یو شخصي انتخاب دی
دا د طالبانو په سیاست کښې د بدلون راوستلو لپاره د افغانستان د یوه چارواکي لومړنۍ غوښتنه ده.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156524