IQNA

د عراق د خوشخطۍ  په نړیوالو  چشنوارو کې د قرآنی تاپلو ګانو ننداره

10:51 - January 21, 2025
د خبر لمبر: 3490505
ایکنا - د عراق د اور لرغوني ښار د عربی خوشخطۍ په نړیوالې جشنوارې کې داسلامی خوشخطۍ او قرآني آیتونو باندې ښکلي کړئ شوي تابلوګانې عمومي نندارې ته وړاندې شوي دي.

 

ایکنانیوز د alahwar-tv  له قوله راپور راکوي، دغه جشنواره چې د عراق د ټرانسپورټ د چارو وزیر رزاق محیبس السعداوي  په څارنې سره ترسره شوه ،  دعربی خوشخطۍ  د اصیل هندر په نمایش سره ،  له تیر پړاؤ سره د  اوس زمانې پیوند ورکونکی  ؤ  او د  کلتوري او هنري  میراث په احیاء کولو ئې د عراق پر رول ټينګار وکړ.

د عراق په ذی قار ولایت کې  په جشنوارې کې د عراق ، ایرا ،ترکیې، لبنان ،سروئې او انډونیشیا  هیوادونو  هنرمندانو او خوشنویسانو پکې ګډون درلود او دخوشخطۍ په دغې جشنوارې کې څه د پاسه  هغه ۵۰ هنری تابلوګانې  چې  زیاتره ئې په ثلث  خطر سره  وې.  عمومی نندارې ته وړاندې کړی دي.

 ګډون کونکو هنرمندانو  ډول ډول رنګونو سره آثار چې د ثلث، جلی، دیواني ،فارسي او  ماډرن خطونو  څخه په ترکسب سره وو، په دغې پيښې کې  وړاندې شول او دغه جشنواره  د مینه والو له ښه هرکلی سره  مخ شوه.

همداراز د حسینی آستان له دارالقرآن سره اړونده د ؛والقلم؛ خوشخطۍ  مرکز د اور ښار د عربی خطاطو دهنر په نړیوالې جشنوارې او نندارتون  کې د قرآن دخوشخطۍ  دآثارو او تولیداتو په وړاندې کولو سره ګډون وکړ.

دغه مرکز په جشنوارې کې د عربی خوشخطۍ د ډولونو او ښکلاؤ  د ښودلو په اطر  ځانګړي او او خلاقانه  آثار وړاندې کړل.

 

https://iqna.ir/fa/news/4260910   

captcha