IQNA

د وهابیّت د کتابونو له ممنوعیّت وروسته د افغانستان په طالبانو د سورئې د وهابیانو سخته غوسه

11:40 - January 21, 2025
د خبر لمبر: 3490507
ایکنا-  د سورئې وهابیانو د محمد بن عبدالوهاب او ابن تیمیه د آثارو په ممنوعیّت کې د افغانستان د طالابنو د اقدام باندې ډيرې نیوکې وکړې او دا اقدام ئې ناسم او یوه دروغجنه دوکه وبلله.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ، د ابن تیمیه اومحمد بن عبدالوهاب د کتابونو په څير  د وهابیانو د مشهورو  آثارو د خپرونې په ممنوعیّت  مشتمل په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په وروستۍ  فیصلې  پسې د سورئې  وهابیانو ډير سخت غبرګون وښود. دوی د افغانستان د طالبانو د غه اقدام نه یوازې نامه سم بللی ،بلکې دروغجنه پلمه ئې جوړه کړې او دا ئې په لاشفاف انداز سره محکوم کړي دی .

د افغانستان طاللبانو  دخپلې  دغې فیصلې  په باب وئیلی وو، چې د افغانستان د ولس دحنفی باؤرونو په دلیل  دغه شان قوانین  وضع شوي دی، خو دسورئې وهابیانو  دا توضیح  د نه منلو وړ بللې او دا ئې  د طالبانو د خاصو لیدتوګو د  تپلو لباره  یوه پلمه په  نظر کې نیولې ده.

 په یوې هغې اعلامیې کې  چې د سورئې وهابیانو خبره کړې ده، راغلی دي ،  په ښکاره  او جوته ډول  ووائئ چې مونږ  هغه اسلام چې پغیمبر  اکرم  راوړی دی نه غواړو ،ځکه دا اسلام  له  خپلو وختونو سره  مناسب  نه ګڼو.

د سورئې د وهابیانو له خوا دغه غبرګون  په افغانستان کې د طالبانو له سیاستونو څخه د دوی د خپګان ښودنه کوي.  

دوي همداراز د مذهبی تفسیرونو د بدلولو په زمینې کې  طالبانو باندې د دباؤ لپاره د ځينو هیوادونو هڅې ته اشاره وکړه او  له طالبانو ئې وغوښتل،  چ ې خپل دریخ کئې په لاشفاف  او روښانه ډول  بیان کړي.

د افغانستان د طالبانو حکومت د تیرې اونوۍ په وروستیو کې  په افغانستان کې له وهابی اوسلفي تفکراتو سره  دمقابلې په دوام کې  هرډول د وهابیت  دټرټولو مهم کتاب هرډول ویشل و خپریدا او تدریس کول  ممنوع اعلان شول.

 ددغه دستور په اساس ،په درست افغانستان کې  دمحمد بن عبداوهاب  د لیکنې ؛التوحید؛ نوکې کتاب د ویشلو ،پلورلو او دغه راز  خپرولو سره سخت مخالفت کړی او په افغانستان کې ممنوع  اعلان شوي دی.

څه موده مخکې هم د طالبانو د  رهبر په یوه فرمان کط  د افغانستان د پوهنتونی استازانو څخه د هغې ډلې د اوړکواو جینیو د بیژندلو او او ویستلو  فرمان صادر کړی ؤ  چې وسلفی او وهابی  تفکرونه دي لري. س

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/10/30/3240691

captcha