IQNA

له ۵ زرو زیاتو افغان انجونو د پاکستان تحصیلي بورسونو ته نوملیکنه کړې

14:36 - January 25, 2025
د خبر لمبر: 3490524
ایکنا - د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د جنورۍ په ۲۳ په ایکس ټولنیز چینل کې لیکلي چې په د تحصیلی بورسونو په آزموینې کې چې ټاکل شوې د شنبې او یکشنبې په ورځو به یې د آزموینې اخیستل پیل شي ۲۰ زره ۸۰۶ تنه چې پنځه زره او ۱۵ تنه یې نجونې او پاتې یې هلکان دي برخه واخلي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور  راکړی،د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې ددغه هېواد له خوا افغان زده کوونکو ته د تحصیلي بورسونو د ازموینې د نېټې په رسېدو سره همهاله په زرګونو افغان نجونو په دغه آزموینه کې د ګډون او د بورسونو ترلاسه کولو لپاره نوملیکنه کړې ده.

محمد صادق د جنورۍ په ۲۳مه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په دې آزموینه کې چې ټاکل شوې د شنبې او یکشنبې په ورځو به یې د آزموینې اخیستل پیل شي ۲۰ زره ۸۰۶ تنه چې پنځه زره او ۱۵ تنه یې نجونې او پاتې یې هلکان دي برخه واخلي.

د پاکستان حکومت، په دې وروستیو کې افغان زده کوونکو ته د "علامه اقبال" د تحصیلي بورسونو د لړۍ په درېیم پړاو کې په راتلوونکو درې کلنو کې افغان زده کوونکو ته په پاکستاني پوهنتونونو کې د ۴۵۰۰ بورسونو د ورکولو اعلان کړی دی.

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي چې ټاکل شوې ددغو بورسونو لپاره په حضوري او په انلاین بڼه ازموینې د جنورۍ په ۲۵مه او ۲۶مه واخیستل شي.

د محمد صادق د وینا له مخې، په پاکستان کې افغان زده کوونکو ته د حضوري ازموینې لپاره په پیښور او کویټه کې ښوونیز مرکزونه په پام کې نیول شوي دي.

د دغه پاکستاني ډیپلومات د معلوماتو پر اساس، دغې ازموینې ته ۵۹۴۶ زده کوونکو د ماسټرۍ په کچه او د نجونو په ګډون ۶۱۶ نورو زده کوونکو د ډاکټرۍ د زده کړو لپاره خپل نومونه لیکلي دي.

د پاکستان حکومت ویلي چې ددغو ۴۵۰۰ داوطلبانو له ډلې به یو شمېر بریالیو داوطلبانو ته د طب، انجینیرۍ او کرڼې په څانګو کې هم د زده کړو زمینه برابره کړي. همداشان د پاکستان حکومت ویلي ددغو بورسونو ۳۳ سلنه یې نجونو ته ځانګړي شوي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i156662

captcha