IQNA

د جرمونو نړیوال عدالت له خوا د طالبانو د مشرانو د نیولو د فیصلې په صادریدا باندې طالبانوغبرګون وښود

10:54 - January 26, 2025
د خبر لمبر: 3490531
ایکنا – د افغانستان د طالبانود حکومت  خارجه وزارت د جرمونو د نړیوالې محکمې له خوا د ملا هبت الله اخوند زاده او عبدالحکیم حقاني  دنیولو د فرمان صادرول  بې اساسه وبلل اوپه زغره ئې رد کړل.

ایکنانیوز  د آناتولي له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د طالبانود حکومت خارجه وزارت دجمعې په ورځې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي، چې د انصاف د نړیوالې  محکمې له خوا دملا هبت الله اخوند زاده او د بالفعل حکومت د  مشر قاضي  عبدالحکیم  دنیولو غوښته هیڅ قانوني  اعتبار نه لری.

د افغانستان د حکومت دخارجه وزارت  په اعلامیې کې راغلي دي، دغه نامناسب چلند  ددغې موسسې کمزوري اعتبار ته  ګوزار ورکوي، او په نړیوال  ډګر کې ئې موقعیّت په بشپړ ډول بې معنا کیږي.

په دغې اعلامیې کې همداراز ټينګار شوی دی چې د اپیل نړیواله محکمه حق نه لري ،  د بشری  حقوقو پهباب خپل تفسیر  پر درستې نړۍ وتپي.

https://iqna.ir/fa/news/4261623

captcha