IQNA

په کابل کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریا ۴۶کلیزه ونمانځله شوه

13:03 - February 10, 2025
د خبر لمبر: 3490619
ایکنا - په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر ووئيل، د ښاغلي مسعود پزشکیان په حکومت کې له ګاونډیانو سره د ایران د اسلامي جمهوريت اړیکې یوازې د جغرافیا پر بنسټ نه، بلکې د تاریخي، کلتوري او اسلامي مشترکاتو پر بنسټ ولاړې دي.

ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوريت د سفارت سرپرست عليرضا بیګدلي په دغو  مراسمو کې وویل: ایران او افغانستان د اقتصادي او امنیتي ملګرتیاو لپاره پياوړې اراده او ټينګ هوډ لري.

نوموړي زياته کړه، د ښاغلي پزشکیان په حکومت کې له ګاونډیانو سره د ایران د اسلامي جمهوريت اړیکې یوازې د جغرافیا پر بنسټ نه، بلکې د تاریخي، کلتوري او اسلامي مشترکاتو پر بنسټ ولاړې دي.

هغه په ​​تیرو څلورو لسیزو کې د ایران له خوا د میلیونونو افغان مهاجرینو کوربه توب ته په اشارې سره وویل: اوس مهال ایران د شپږ میلیونو افغان مهاجرینو کوربه دی او دا مهال ۷۵۰ زره افغان زده کوونکي او ۳۵ زره افغان محصلین په ایران کې زده کړې کوی.

ښاغلي بیګدلي دغه راز وویل، "د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې لوړول، د ثبات او امنیت د ساتلو لپاره د دواړو هیوادونو ګډه اراده، له ترهګرۍ سره مبارزه او بهرنۍ لاسوهنې د ایران او افغانستان د ګډو همکاریو محورونه دي."

هغه کابل ته د ښاغلي عراقچي وروستی سفر د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو د سیاسي ارادې نښه وبلله او زیاته یې کړه چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو حجم څه باندې دوه میلیارد ډالرو ته رسیدلی چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.

بیګدلي له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ایران لوړو ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل: کانونه، کرهڼه، روغتیا او ثبات له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو تر ټولو مهم ظرفیتونه دي.

په افغانستان کې د ایران د سفارت سرپرست له نشه ایزو موادو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرتیا لپاره د خپل هیواد د چمتووالی د اعلانولو په ترڅ کې وویل: ایران له افغانستان څخه د نشه ایزو موادو د قاچاق په وړاندې په مبارزه کې دروند قیمت ادا کړی دی.

بیګدلي له ترهګرۍ او افراطیت سره مبارزه له افغانستان سره د همکارۍ مهمه برخه وبلله او ویې ویل دواړه هېوادونه په دې برخه کې همکاري کوي.

هغه همدارنګ په تېر کال کې د صهیونیسټی رژیم جنایتونه او د سید حسن نصرالله او د مقاومت د نورو قوماندانانو د شهادت په غندلو سره وویل: ایران د فلسطین، لبنان او سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې ملاتړ کوی او د هر ډول نیواک په ختمولو ټینګار کوی.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د مالیې او اداري مرستیال ډاکتر محمد نعیم وردګ د دغو مراسمو د ځانګړي مېلمه په توګه د افغانستان د موقت حکومت په استازیتوب د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۶مې کلیزې په مناسبت مبارکي وویله او زیاته یې کړه: په تېرو څلویښتو کلونو کې د ایران اسلامي جمهوریت د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د مالیې او اداري مرستیال ډاکتر محمد نعیم وردګ

هغه وویل: د افغانستان د سرپرست حکومت په راتلو سره د ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو سره تعاملات د پام وړ وو، د ایران او افغانستان ترمینځ مذهبی، کلتوری او ژبنی مشترکات نور هم ددغو اړيکو د پياوړتيا لامل شوي دي.

هغه وویل چې کابل ته د ښاغلي عراقچي سفر د دواړو هیوادونو د اړیکو نوی فصل پرانیست.ښاغلي وردګ زياته کړه چې د افغانستان سرپرست حکومت له ایران سره د اړیکو په پراخولو ټینګار کوی.هغه د ایران او افغانستان ترمنځ قضایي او سوداګریزې همکارۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو همکاریو د یوې بلې ساحې په توګه یادې کړې.

وردګ دغه راز د فلسطین مسئله د اسلامي نړۍ پر بدن یو زخم وباله او د فلسطین له حقونو څخه یې د اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار وکړ.

دغه مراسم د بېلابېلو هېوادونو دیپلوماتانو، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوځي او ملکي چارواکو، د ملګرو ملتونو د دفتر مسوولینو، علماوو، سیاسي او علمي شخصیتونو او د افغانستان د اقتصادي چارو د فعالانو په حضور کې ترسره شول.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i157172

captcha