IQNA

له بهره زمونږ د هیواد او ملت مسئلې او مشکلات هیڅوک نشي حل کولی

6:39 - February 13, 2025
د خبر لمبر: 3490634
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  د ایران په جنوب کې په بوشهر ښار کې په یولړڅرګندونو کې د ایران په ضد د امریکا د کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  په سیاستونو په نیوکو سره  ووئيل، دټریبیون په وړاندې وائي ،  غواړي ، خبرې اترې وکړي، خو  له بل پلوه درستې لارې بندوي.

ایکنانیوز د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د څانګې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پرون  پخپل څلورم ولایتی سفر کې  دایران په  جنوب کې د بوشهر ښار د لسګونو زره خلکو په ټول کې  ووئيل، ټرمپ دنیا ګواښي چې ایران معامله نه کوی، له یوه پلوه وائي خبرې اترې کوي،نو که د خبرواترو کس وې ،نو بیا ولې کارړنګونې کوې.؟

ډاکټرپزشکیان همداراز دې ته په اشارې سره چې دښمنان د هیواد په داخل کې په درز او اختلاف رامینځةکولو پسې دي،ټينګار وکړ،هغه کسان چې د بشری حقوقو، سولې او ارامښت مدعی دی، په دروغو سره مونږ په ترهه ګر بللو تورنوي ، خو  پخپله ترور کوي،په ایران کې ئې  اتلس زره کسان ترور کړی دي.

د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې د ایران دښمنان  د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له هماغه پیله  دایران په ضد په دسیسو او جنګ پسې دي،زیاته کړې ده؛ هغه څوک  چې  د بشری حقوقو او انسانیّت، سولې آو آرامښت ډنډورې وهي،  اسرائيلي رژيم ته  خطرناکې وسلې ورکوي،څو بمبارئ او ترور وکړي او  بیا ادعا هم کوي چې د سیمې په امنیت پسې دي.  هغه په دې په ټينګار سره چې  ایرانیان د هیڅ ډول ګواښ  نه مني او په وړاندې ئې نه تسلیمیږي،ووئيل؛ له هیڅ یوه هیواد سره  جنګ  نه لرو، له ټولو ګاونډیانو سره  دوستي کوو ، ټول ګاونډیان  د مونږ خوئيندې وروڼه اودوستان دي ، ټول مسلمانان دي او له دوي سره به  د زړه له کومې ارتباط ولرو.

https://iqna.ir/fa/news/4265880

captcha