ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تورخم دروازې پرانېستلو لپاره د افغان طالبانو او پاکستاني لوري ترمینځ ناسته بیا بې نتیجې پای ته رسېدلې ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د راپورونو له مخې، د تورخم دروازې د پرانېستلو لپاره د طالب او پاکستاني لوري ترمنځ ناسته بېپاېلې پای ته رسېدلې ده.
د پاکستان د حکومتي استازو او د افغان لوری ترمینځ د تورخم د لارې د پرانیستو په اړه ناسته پرون مازیګر مهال په ننګرهار کې د طالبانو د مرستیال والي عزیزا...مصطفی او پاکستاني لوري ترمینځ شوې ده.
په تورخم کې د طالبانو کمېشنر عبدالجبار حکمت له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې پاکستاني لوري ترې غوښتي چې طالبان دې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تاسیسات نه جوړوي او د پاکستان له لوري د جوړېدونکو تاسیساتو مخنیوی دې هم نه کوي.
نوموړي زیاته کړې چې دا غوښتنه یې رد کړې او په وینا یې،پاکستاني لوري یې په غبرګون کې د دروازې له پرانېستلو ډډه کړې ده.
دوه ورځې وړاندې پاکستاني لوري تورخم دروازه له هغې وروسته وتړله چې طالبان کرښې ته څېرمه د تاسیساتو پر جوړولو بوخت وو.
د یادونې ده چې د دې دروازې له تړل کېدو وروسته خلک او سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي او تازه سبزیانې او میوې په خرابیدا دي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157662