IQNA

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته په ناڅاپي سفر تللی

10:39 - March 22, 2025
د خبر لمبر: 3490841
ایکنا - کابو میاشت وړاندې په تورخم کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د  جګړې له امله پاکستان د تورخم دورازه د ۲۷  ورځو لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وه، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د سوداګرۍ پر مخ خلاصه او ویل کېږي چې مسافرو ته به سبا اجازه ورکړل شي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان پرون جمعه کابل ته تللی دی او هلته به له طالبانو سره لیدنې ولري.

تردې دمه د محمد صادق د دې سفر په اړه افغان طالبانو او پاکستاني چارواکو څه نه دي ویلي خو ویل کېږي چې هغه به په ډیورنډ فرضي کرښه کې د وروستیو جګړو په اړه له افغان طالبانو سره خبرې وکړي.

کابو میاشت وړاندې په تورخم کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د  جګړې له امله پاکستان د تورخم دورازه د ۲۷  ورځو لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وه، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د سوداګرۍ پر مخ خلاصه او ویل کېږي چې مسافرو ته به سبا اجازه ورکړل شي.

دا په تېرو درېیو میاشتو کې افغانستان ته د نوموړي درېیم سفر دی او دا ځل داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې  پاکستان افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو لپاره د مارچ میاشتې وروستۍ نېټه ټاکلې او ترې غوښتي دي، چې له دغه هېواد ووځي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i158330

captcha