IQNA

د امریکا د عدلیې وزارت د سراج الدین حقاني نوم له تور لیسته وایست

14:07 - March 23, 2025
د خبر لمبر: 3490850
ایکنا - د امریکا د عدلیې وزارت د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر او د حقانی چینل مشر خلیفه سراج‌الدین حقاني نوم د متحده ایالتونو تعقیبونکو کسانو له تور لسټه وایست.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله ارپور راکړی،د حقانی چینل مشر مولوي سراج الدین حقاني په تېرو نژدې څلورو کلونو کې چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړی، د نرم دریځ د خپلولو او په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو د ملاتړ په خاطر نسبتاً ښع شهرت ترلاسه کړی دی.

د نوموړي پر سر د امریکا حکومت لوړه جایرزه ایښې وه خو د امریکا د عدلیې وزارت سرچینې وايي چې دوی د حقاني شبکې د مشر پر سر ټاکل شوی انعام هم لغوه کړی دی.

خو تراوسه دا لا څرګنده نه ده چې ایا د سراج الدین حقاني نوم د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې (ایف بي آی) له تور لیست څخه هم ایستل شوی او که نه دی.

د امریکا حکومت یا د عدلیې وزارت تراوسه پورې له خپل تور لیسته د جقاني د نوم د ایستلو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158338

captcha