IQNA

په پاکستان او بنگله دېش کې د فلسطینیانو په ملاتړمیلیونی لاریونونه وشول

10:45 - April 14, 2025
د خبر لمبر: 3490956
ایکنا - د پاکستان په کراچۍ او څو نورو ښارونو او دغه راز د بنګله د یش په ډاکې کې په تیرو دوو ورځو کې د غزې تړانګې د مظلومانو په ملاتړ کې په میلیونونو خلکو لاریونونه و کړل او د اسرائیلي محصولاتو د بایکاټولو غوښته ئې وکړه.

د ایکنانیوز پښتو څانګې خبریال راپور راکړ، د پاکستان په کراچۍ کې د جماعت اسلامی ، جمعیت علمای اسلام ف څانګې ،مجلس وحدت مسلمین، تحریک اسلامی پشمول یو شمیر مذهبی ګوندونو او ډلو ټپلو  له خوا د غزې تړانګې  او فلسطین د مظلوم ولس په ملاتړ   کې او د وحشي صهیونیسټي رژيم  په ضد میلیوني لاریونونه ترسره شول . همداراز د بنګله دېش پلازمینې ډاکې په سهرووردي پارک کې هم  د فلسطینیانو په ملاتړ او په غزه کې د اسراییلو د روانو ظلمونو پر ضد پراخه لاریون ترسره شو.

د بهرنیو خبري اژانسونو په حواله، په دې لاریون کې په لسګونو لکه خلکو ګډون کړی و.

ویدیوها. پاکستانی‌ها برای نشان دادن همبستگی با فلسطینیان در کراچی تظاهرات  کردند | Euronews

په پاکستان او بنګله دیش کې پاریدلو خلکو  چې د فلسطین بیرغونه یې په لاس کې نیولي وو، د غزې په تړانګه یې د اسراییلو د وحشتونو پای ته د رسولو غوښتنه وکړه. او دغه راز ئې پر درست اسلامی امت غږ وکړ چې د اسرآئيلي  او د اسرائيلو د ملاتړو د محصولاتو او تولیداتو دې فورا بایکاټ وکړي او خپلې پیسې دې د فلسطینیو ماشومانو او میرمنو په نسل وژنې کې نه خرڅ کوي او ددې په ځاي دې د فلسطین  له مظلوم ولس سره د مرستې لپاره کمپاین وچلوي.

تظاهرات مردم پاکستان در اعتراض به جنایات اخیر اسرائیل علیه فلسطینیان

بیش از ۱۰۰ هزار نفر در بنگلادش علیه جنایت های اسرائیل در غزه تظاهرات کردند  - ایرنا

همداراز وروستی راپورونه ښئ  چې  تیریګرو اسرائيلي پوځيانو د غزې په رفح سیمې په دواامدارو تیریو او جنایتونو سره دغه سیمه  نیولې او دا یې د امنیتي زون په توګه اعلان کړې، چې له امله یې دغه سیمه کلابنده شوې او رفح  د غزې له تړانګې څخه جلا کړی شوې ده.

د راپورونو له مخې، په خان یونس، المواسي کمپ، شجاعیه او بیت لاهیا باندې د اسراییلو د دوامداره بمباریو په پایله کې تېره ورځ له ۲۰ څخه زیات فلسطینیان شهیدان شوي دي.

حمایت یکپارچه مردم پاکستان از فلسطین و محکومیت جنایات صهیونیست ها + فیلم -  ایرنا

مشرق نیوز - عکس/ تظاهرات ده‌ها هزار نفری بنگلادشی‌ها در حمایت از غزه

ایرنا - تظاهرات حامیان فلسطین در پاکستان به روایت تصویر

captcha