ایکنانیوز راپور راکړی،د فلسطین له غزې تړانګې مظلومو خلکو سره د پيوستون په لاریون کې په لکونو ګډون کونکو دکراچۍ په فیصل روډ کې په غونډیدا سره د فلسطین بیرغ ورپاوه او په شعارونو ورکولو سره ئې د فلسطین له مظلوم ملته ملاتړ وکړ او د وحشي صهیونیستي رژيم او دهغو له ملاتړو ئې خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړ.
دوي د شهید اسماعیل هنیّ، شهید سنوار او د حماس د هغو لوړپوړو چارواکو د عکسونو په اوچتولو سره چې په تیر یونیم کال کې د وحشي صهیونیستي رژيم د جنایتکارو پوځیانو په وسیله شهیدان شوي،د بري بیرغونه او انځورونه هم د سترو سړکونو په ستنو باندې وځړول.
په دغه لوي لاریون کې د سړک په غاړو د غزې د شهیدو ماشومانو د سمبول په توګه نانځکې چې کفنونه ئې پر ې اغوستي وو،هم نندارې ته وړاندې کړې.
همداراز په دغه لاریون کې په زرګونو میرمنو هم چې له هغو لازیاتو له ځانه سره خپل بچیان هم راوستي وو،د جماعت اسلامی له خوا په دغه ترسره کونکي لوی لاریون کې ګډون وکړ.
په دغه مثالی لاریون کې د پاکستان د جماعت اسلامی امیر حافظ نعیم الرحمن پخپلې وینا کې په دې په ټينګار سره چې فلسطنیان به هیڅکله هم د وژلو او جنایتونو په وړاندې تسلیم نشي، اشاره وکړه، چې په دغه ولولناک لاریون کې په لکونو خلکو ګډون کړی دی.
د پاکستان د مسیحیانو رهبر یونس سوهن هم په دغه لاریون کې پخپلې وینا کې په غزې تړانګې جنګ کې له اسرائيلو څخه دملاتړ په دلیل د نړۍ په قدرتونو هم سختې نیوکې وکړې او دوي ئې د غزې د عامو خلکو،روغتونونو، کلیساګانو،جوماتونو او کډوالو پر کیمپونو باندې د اسرائيلو د بې آمانه حملو په وړاندې په چپتیا تورن کړل او دوي ئې په دغو جنایتونو کې برابر شریک وبلل.
داپه داسې حال کې دي چې له دې سره په یووخت د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې هم د فلسطین له ملت سره د پيوستون کنفرانس ترسره کړ.
په دغه کنفرانس کې مولانا فضل الرحمن پخپلې وینا کې جنایتکار صهیونیسټي رژیم ترهه ګر وباله او امریکا او ډیری اروپائي هیوادونه ئې په دغه جنګي جنایت کې د اسرائيلو په ملتیا او ملاتړ تورن کړل.
د وروستیو راپورونو په اساس،د غزې تړانګې د روغتیائي چارو وزارت د اعلامیې له مخې،د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له اومې نیټې راهسې د غزې په ضد داسرائیلو د جنګ له هماغه پیله تر وروستیو پورې په دغه بې آمانه او ویجاړونکي جنګ کې څه دپاسه یو لک شپږ شپیته زره کسان شهیدان او زخمیان شوي دي چې په هغو کې زیاتره قربانیان ښځې اوماشومان دي.همدرااز تر وروستیو پورې کابو یولس زره کسان هم بې درکه دي.
https://iqna.ir/fa/news/4276347