ایکنانیوز د یابلادي له قوله راپور راکړی، د فرانسې ګڼ شمېر سیاسي تنظیمونه، د مدني ټولنې ډلې، څېړونکي، پوهنتونوال، لیکوالان او ټولنیز شخصیتونه د راتلونکې یکشنبې په ورځ، د مئ میاشتې ۱۱ نېټې، په ټولې فرانسې کې د خاموشه لاریون غوښتنه کړې ده.
ټاکل شوې چې په همدې ورځ یو ملي لاریون د پاریس د پوهنتون له میدان څخه پیل شي او د ماسپښین ۲ بجې جمهوریت چوک ته ورسېږي. د دغه لاریون فعال تنظیمونو په یوې اعلامیې کې په هېواد کې د اسلام ضده کړنو زیاتوالی غندلی او د ابوبکر سیسه د لمانځنې لپاره ئې د یوې غونډې غوښتنه کړې، چې د اپریل په ۲۵ (د غوا ي ۵) په گراند کومب جومات کې ووژل شو.
ددغو تنظیمونو مسئولانو په خپلې اعلامیې کې لیکلي: دا جرم یوازې یوه تصادفي پېښه نه وه. دا د یو کس شخصي حساب کتاب یا د غمجنې پایلې سره کومه شخړه نه وه. دا د یو داسې هېواد کیسه ده چې په کې یو سړی پریکړه کوي یو بل کس، چې نه ئې پېژني، یوازې د دې لپاره ووژني چې هغه په جومات کې لمونځ کوي.
د دوی په نظر، مجرم یوازې عمل نه دی کړی، ځکه چې په فرانسه کې د پرلهپسې حکومتونو غړو په دوامداره توګه اسلام ضده کړنو ته لمن وهلې ده.
دوی زیاته کړې: هغه څوک چې وژني کوي، مسوول دی. خو هغه څوک چې توکمپال جرم ترسره کوي، تل دا کار په هغه چاپېریال کې کوي چې دا هڅوي.
د دې غوښتنې لیکوالانو، د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې د جوړ شوي قانوني بنسټونو په حواله ویلي: «دا پېښه د اسلام په اړه د رسنیو له وسواس پرته نه کېږي، له CNews په ناسمو خبرو اترو پروګرامونو څخه رانیولې تر هغو درباري روشنفکرانو پورې چې د تعصب پر وړاندې د مبارزې په پلمه، هره ورځ د عربو او تور پوستو پر وړاندې خپله کینه څرګندوي.» د دوی په وینا، هغه کسان چې کلونه یې د اسلام ضد فضا ته لمن وهلې، اوس داسې بریښوي چې د ابوبکر د برخلیک په امله خواشیني دي.
د اعلامیو خپرونکو د نژادپالنې ټولو ډولونو پر وړاندې د درېدو لپاره د «ټول هېواد په کچه د لوی لاریون» غوښتنه کړې ده. له دوی څخه یو شمېر ئې د اروپا د اسلام ضده مبارزې ډله (CCIE)، د مارچ ۲۱ د توکمپالنې، اسلام ضد او د ماشومانو د ملاتړ ادارې ، د فلسطین بیړني حالت تنظیم ، د آداما کمیتې او همدارنګه اني ارنو، د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټونکې، فیلسوف، فریدریک لوردون، لیکواله فرانسواز ورژه، ،هنرمند بلانش ګاردن، او فعال میشل سیبوني، او د فرانسې د یهودو د سولې اتحادیې (UJFP) غړی دي.
https://iqna.ir/fa/news/4281177