باقري، چې د ۳۲ نړیوال قرآني نندارتون د پایزو دستورو په ترڅ کې د قرآن د خادمانو ټولنې لخوا د پوهنې او روزنې په برخې کې د فعال شخصیت په توګه وستایل شو، د ایکنا خبري اژانس ته ئې د خپلې ادارې د فعالیتونو، نورو قرآني بنسټونو سره د ملګرتیا او راتلونکو پلانونو په اړه توضیحات ورکړل.
هغه وویل، د ایران د اسلامی جمهوریت د پوهنې او روزنې وزیر ډاکټرکاظمي لومړیتوبونه ټاکلي، چې تر ټولو مهم ئې لمونځ دی. د قرآن په برخه کې درې مهمې دندې ټاکل شوې:
د قرآن عمومي زدهکړه
د قرآن حفظ، چې د رهبرۍ ستر مقام له لوري د ۱۰ میلیونو حافظانو د روزنې غوښتنه شوې ده.
د استعدادونو موندنه او روزنه،څو هیڅ زدهکوونکی له خپل استعداده بېبرخې پاتې نه شي.
دغه راز، د زدهکوونکو لپاره تربیتي رول لوبول په پام کې نیول شوي، چې په پایلې کې به د زدهکوونکو هیئتونه جوړ شي. باقري زیاته کړه، که ښوونکي د قرآن په اړه بشپړه پوهه ولري او درسي کتابونه لا جذاب شي، نو زدهکوونکي به په اتومات ډول د قرآن زدهکړې ته لیوالتیا ومومي.
https://iqna.ir/fa/news/4281576