ایکنا د بغداد د جمعې خطیب او د نجف اشرف د حوزې نامتو استاد آیت الله سید یاسین موسوی د جمعې په خطبو کې د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه وویل: په غزې، جنوبي لبنان، سوریې، یمن، عراق او ایران کې د جګړو زیاتوالی یوازې د اکتوبر ۷ پېښې ته غبرګون نه دی، بلکې دا د یوې مخکې له مخکې پلان شوې ستراتیژئ یوه برخه ده، چې د مناسب فرصت په تمه وه. هغه د فلسطیني مقاومتي مبارزانو د اکتوبر ۷ اقدام یو "دفاعي غبرګون" وباله، چې د سیمه ییزو پوځي او سیاسي دباؤنو د پراخې څپې په وړاندې ترسره شو.

یت الله موسوی په ټینګار سره وویل، د دې بدلونونو اصلي هدف "د مقاومت چورلیز کمزوری کول او له مینځه وړل" دي. هغه زیاته کړه: د دغې پروژې تر شا امریکا او صهیونیستي رژیم دی، چې غواړي د خپلې ګټې لپاره د سیمې سیاسي او پوځي معادله ګډوډه کړي.
هغه د عراق په سیاسي پریکړو کې د امریکا نفوذ غندلی او ځینې مشهورې داخلي څېرې ئې د امریکا لپاره په ګواګیتوب او اړوندوالي تورنې کړې. هغه خبرداری ورکړ: که دا لړۍ دوام وکړي، دا کسان به د امریکائي عسکرو تر پښو لاندې شي.
د بغداد د جمعې خطیب د شیعیانو د یوې خپلواکه سیاسي پروژې په شاوخوا کې پر یووالي ټینګار وکړ او و ې ویل: تجربې ښودلې چې پر بهرنیو قدرتونو تکیه کولو پرته له وژنې، بې کوره کېدو او تسلط منلو بل څه نه دي راوړي.
آیت الله سیدیاسین موسوی د صهیونیستي رژیم له خوا پر ایران د وروستیو بریدونو په اړه، چې د ځینو ایرانيو پوځي قوماندانانو او چارواکو او ساینس پوهانو د شهادت لامل شوي، د ایران د اسلامي جمهوریت د جوړښتي پیاوړتیا ستاینه وکړه او ویې ویل: دا نظام پر اورګانونو او پایښت لرونکو جوړښتونو ولاړ دی، نه پر افرادو، او همدا لامل دی چې د دباؤنو اوبندیزونو په وړاندې یې دوام کړی دی.
هغه پر ایران د صهیونیستي رژیم وروستي بریدونه د مقاومت پر بیخ بینائيو د برید هڅه وبلله او ټینګار یې وکړ: ایران به له دګوزارونو لړانه نه شي او په مناسب وخت کې به ځواب ورکړي. ایران یوازې نه دی، بلکې د ټولو نړیوالو شیعیانو ستراتیژیک مرکز استازیتوب کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4288475