یکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکوي، د سپاه پاسدارانو مځکني ځواک د قدس سیمه ایز غونډ عمومي اړیکو په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د جنوب ختیځ سیمې کې د امنیت د شهیدانو د عملیاتي مانورې په پیاوړي اوقدرتمنې اجرا په دوام کې د ۱۱۴ شمیرې له مخابیراتي سسټم سره د ولایت د پوه ،ځير او بصیر ولس په مرستې اوملګرتیا سره په چابهار ولسوالۍ کې د ترهه ګرو ډلګیو د یو شمیر ورانکارو ترهه ګرو د پټيدا ځاي وپيژندل شو.
په اعلامیې کې ر اغلي دي، د سپاه پاسدارانو د امام الزمان(ع) دګمنامو مامورانو په ضربتي عملیاتو کې شپږ ترهه ګر هلاک اونیول شوي او د هغوي له سپیرو منګولو زیات شمیر چاودیدونکي مواد، درندې اوسپکې وسلې هم کشف او ضبط شوي دي.
په اعلامیې کې دغه راز راغلي دي ، دغو کسانو په ګڼوګوڼو ځایونو کې د ترهه ګرو اقداماتود لړۍ داجرا کولو نیّت درلود چې د سیستان او بلوچستان د وطن پالو او غیرتي خلکو په هوښیارئ او ځيرتیا اوځیرکتیا سره دغه دسیسه شنډه شوه او ولس په ۱۱۳،۱۱۴ او ۱۱۰شمیرو سره په ارتباط کې دغه شان دسیسې شنډولی او د خپل وطن ددښمنانو سپيرې موخې له خاورو سره خاورې کولی شي.
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1404/04/17/3350857