IQNA

د ایران په چابهار سیمې کې شپږ ترهه ګر ونیول شول

11:03 - July 09, 2025
د خبر لمبر: 3491382
ایکنا- د  ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د مځکني  ځواک د قدس سیمه ایز غونډ عمومی اړیکو  څانګې  د امنیت د شهیدانو دعملیاتي مانورې په دوام کې په چاپهار ولسوالۍ کې د ترهه ګرو ډلګیو د شپږو ترهه ګرو د هلاکت او نیولو خبر ورکړ.

یکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکوي، د سپاه پاسدارانو مځکني ځواک د قدس سیمه ایز غونډ عمومي اړیکو  په یوې اعلامیې  کې وئيلي دي،د جنوب ختیځ  سیمې کې د امنیت د شهیدانو د عملیاتي  مانورې په پیاوړي اوقدرتمنې اجرا په دوام کې د ۱۱۴ شمیرې له مخابیراتي سسټم سره د ولایت د پوه ،ځير او بصیر ولس په مرستې اوملګرتیا سره په چابهار ولسوالۍ کې د ترهه ګرو ډلګیو د یو شمیر ورانکارو ترهه ګرو د پټيدا ځاي وپيژندل شو.

په اعلامیې کې ر اغلي دي، د سپاه پاسدارانو د امام الزمان(ع) دګمنامو  مامورانو په ضربتي عملیاتو کې شپږ ترهه ګر هلاک اونیول شوي او د هغوي له سپیرو منګولو زیات شمیر چاودیدونکي مواد، درندې اوسپکې وسلې هم کشف او ضبط شوي دي.

په اعلامیې کې دغه راز راغلي دي ، دغو کسانو  په ګڼوګوڼو ځایونو کې د ترهه ګرو  اقداماتود لړۍ داجرا کولو نیّت درلود چې د سیستان او بلوچستان د وطن پالو او غیرتي خلکو په هوښیارئ او ځيرتیا اوځیرکتیا سره دغه دسیسه شنډه شوه او  ولس په ۱۱۳،۱۱۴ او ۱۱۰شمیرو سره په ارتباط کې  دغه شان دسیسې شنډولی او د خپل وطن ددښمنانو  سپيرې موخې له خاورو سره خاورې کولی شي. 

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1404/04/17/3350857

captcha