IQNA

د ایران قاریانو مصري قاریانو ته پر غزې د یرغل په اړه پرانیستی لیک لیږلی

7:35 - July 31, 2025
د خبر لمبر: 3491480
ایکنا - په غزې تړانګې کې د انساني ناورینونو په غبرګون کې؛ د ایران د اسلامی جمهوریت قاریانو د مصر قاریانو ته یو پرانیستی لیک  لیږلی او خپله خواخوږي او غمرازی ئې ښکاره کړې ده

 ایکنانیوز راپور راکړی،د ایران د اسلامی جمهوریت یو شمیر قاریانو او  استاذانو، د غزې تړانګې د اوسني وضعیت په اړه په یوه پرانیستی لیک د مصر قاریانو ته لکلی دی؛مونږ د قرآن کریم قاریان، دا لیک د  اسلامي امت  د بوږنونکی  درد په دلیل لیکو؛ یو داسې درد چې د هر آزاد مسلمان زړونه یې زخمي کړي دي؛غزه نن سبا  د اسلامی امت تر ټولو ژوبل ځای دی، چې د کلابندۍ، بمباریو او جنګ له امله تباه شوې ده او اوسیدونکي ئې له لوږې او تندې خپل ژوند له لاهسه ورکوي، ماشومان بې‌پناه دي، ښځې وږې دي، ناروغان بې‌درمله دي، دا د نن  ورځې غزې یو انځور دی.

په دغه پرانیستي لیک کې د نساء سورې د ۷۵ آیت یادونه هم شوې چې وايي:

"ولې تاسې د الله په لاره کې او د هغو مظلومو ښځو، نارینه‌وو او ماشومانو د ژغورلو لپاره جګړه نه کوئ؟"

لیک غوښتنه کوي چې د غزې د نجات لپاره د رفح لاره خلاصه شي، ځکه دا لاره که خلاصه شي، یوازې خواړه او دارو نه، بلکې امید به هم غزې ته ورسېږي.

ورپسې، د مصر قاریانو ته خطاب شوی چې تاسې د مصر په دیني او سیاسي فضا کې مهم نفوذ لرئ، نو دا ځل د قرآن غږ یوازې په صوت نه، بلکې په عمل او دریځ باید نړۍ ته ورسوئ.

نامه جمعی از قاریان ایرانی به قاریان مصری

نامه جمعی از قاریان ایرانی به قاریان مصری

https://iqna.ir/fa/news/4297174

captcha