IQNA

په عراق کې د حسیني اربعین د زائرینو لپاره د وړیا هستوګنې آنلاین بُکینګ پیل شو

9:29 - August 03, 2025
د خبر لمبر: 3491494
ایکنا - د «مفید» نومې اپلکېشن اجرائي مشر ووئيل؛ د حضرت امام حسین (ع) د اربعین د زائرینو لپاره ئې د وړیا هستوګنې

ایکنانیوز د عراق د رسمي خبري آژانس له قوله راپور راکړی، محمد الموسوي وویل: دا نوښت د دې لپاره پیل شوی چې د زائرینو د هستوګنې یا  دیره کیدا بهیر آسانه، خوندي او آرامه شي. مونږ هڅه کړې چې د خلکو امکانات او فني زیربناوې یوځای کړو څو د زائرینو لپاره د وړیا، خوندي او آرام استوګنځای برابر کړو، لکه د تېر په څېر.

هغه زیاته کړه: دا انساني خدمت اوس په  شپې کې تر ۷۵ زره کسانو پورې د هستوګنې ظرفیت لري. دغه راز، اپلکېشن د فوري پیغام استولو ځانګړتیا، د شپږو نړیوالو ژبو ملاتړ، او ۲۴ ساعته تخنیکي ملاتړ هم لري.

تر دې دمه، له ۲۵ څخه زیاتو هیوادونو څخه کاروونکو په دغه اپلکېشن کې نوم‌لیکنه کړې ده، او تمه ده چې په عراق کې د زائرینو او کوربه‌و شمېر د دې زیارت په موسم کې ډېر زیات شي.

د اپلکېشن د مسؤل په وینا، زائرین د هستوګنې لپاره دغې وېب‌پاڼې ته تللی شي: 🔗 https://trip.mofidapp.com

همداراز، هغه کسان چې غواړي د زائرینو کوربه‌توب وکړي، کولای شي خپل کورونه یا حسینیې د لاندې لینک له لارې ثبت کړي: 🔗 https://trip.mofidapp.com/ar/login?rd=/ar/hosts/create

 https://iqna.ir/fa/news/4297626

captcha