یکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر «سراجالدین حقاني» د ځینو هېوادونو لخوا د افغانستان پر ضد د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه رد کړل او وې ویل: «ځینې هېوادونه د خپلو سیاسي موخو لپاره افغانستان له ترهګرۍ پر ملاتړ تورنوي، حال دا چې دا تورونه بېبنسټه دي. طالب حکومت د دوحې تړون ته ژمن دی.»
هغه د اختلافاتو د حل لپاره د سیاسي لارو چارو یادونه وکړه او زیاته ئې کړه: «هغه کسان چې له اوسني نظام سره ستونزه لري، د خبرو اترو له لارې هیواد ته راتللی شي ، البته د نورو داخلي ستونزو حل د هغوی پر غاړه دی.»
د افغانستان د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په بهر کې مېشتو افغانانو ته بلنه ورکړه چې بېرته افغانستان ته ستانه شي او اوس په افغانستان کې بشپړ اسلامي نظام حاکم دی او هیڅوک د خپل تېر عمل له امله نه پوښتل کیږي.
حقاني زیاته کړه: «هیڅوک نشي کولی د بل حق تر پښو لاندې کړي او اوسنی نظام د هر وګړي غوښتنې په ټاکلي وخت کې حل کوي.»
هغه د اګست ۲۴ ، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ورځ، د «افغانانو د قربانیو پایله» وبلله او ویې ویل: «آزادي تر ټولو ستر نعمت دی او یوازې هغه څوک ئې ارزښت پېژني چې د نیواک درد او رنځ ئې تجربه کړی وي.»
حقاني څه موده وړاندې په اروپا کې مېشتو یو شمېر افغان علمي او کلتوري شخصیتونو سره په لیدنه کې ټینګار کړی و چې نړۍ باید دا حقیقت ومني او ورسره عادت کړي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، نو ځکه لکه څنګه چې د طالبانو حکومت د نورو هېوادونو په داخلي چارو کې مداخله نه کوي، دا هم نه مني چې نور داسې امرونه وکړي چې زمونږ له ملي حاکمیت سره سمون ونلري.
حقاني زیاته کړې وه: د حکومت دروازې د ټولو خیرغواړو لپاره خلاصې دي او د طالبانو حکومت به د افغانستان د ستونزو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1404/05/25/3377290