IQNA

د لومړي ځل لپاره:

د تايوان په پلازمېنې کې د میټرو په لوی تمځای کې د اذان غږ پورته شو(فیلم)

13:43 - August 19, 2025
د خبر لمبر: 3491569
ایکنا - د لومړي ځل لپاره، د تايوان په پلازمېنې تايپه کې د میټرو په لوی تمځای کې د اذان غږ پورته شو.

د ايکنانیوز  د مسلمون حول العالم په حواله راپور راکوي، د لومړي ځل لپاره د تايوان په پلازمېنې تايپه کې، د میټرو د لوي ترانسپورټي مرکز په تمځای کې د اذان غږ واورېدل شو.  دا اذان د يام زمانه نومي يوه انډونیشیايي مسلمان له لوري، چې د تايپه د جامع جومات امام جماعت دی، وويل شو.  دا کلتوري تجربه، چې په تايوان کې د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ د زغم او ګډ ژوند سمبول ده، د تايپې د میټرو د ډېرو مسافرو پام ئې ځان ته واړاوه. يو شمېر مسافرو د اذان د غږ په اورېدو سره ودرېدل او په حيرت سره ئې د اذان غږ ته غوږ ونيو او د يوې شېبې شاهدان وو، چې د اسلام ښکلا ئې په يوه غير متوقعه ځای کې مجسم کوله.  دا پيښه يوازې د لمانځه لپاره يوه بلنه نه وه؛ بلکې يوه يادونه وه، چې د اسلام رڼا په هر ځای کې، حتی د نړۍ په تر ټولو ګڼه ګوڼه او شورماخوره ځايونو کې، روښانه کېدای شي او د دې دين وړتيا ښئي، چې خپل عالي پيغام د ډول ډول ټولنو زړونو ته ورسوي.  دا پيښه يوازې يو  مذهبي مراسم نه وو؛ بلکې يوه معنوي او کلتوري تجربه او د فکر کولو بلنه وه. د اذان غږ د تايوان په ټولنې کې د زغم او کلتوري ګډ ژوند د سمبول په توګه راڅرګند شو او د مذهبي کثرت‌پلانې  د درناوي اهميت يې وښود.  په تايوان کې مسلمانان يوه کوچنۍ اقليت دي، خو د دې سره سره د مذهبي آزادۍ څخه برخمن دي او له دولت سره ښې اړيکې لري. اټکل کېږي، چې  کابو  ۱۷۰ زره مسلمانان په تايوان کې ژوند کوي، چې له دې شمېرې څخه کابو  ۶۰ زره يې د تايوان ښاریز  دي. د تايوان د مسلمانانو اکثريت د هوئي قوم جوړوي، چې له چين څخه دې ټاپو ته کډوال شوي دي.

د تايپې جامع جومات، د تايوان تر ټولو لوی او زوړ جومات، په دې هېواد کې د مسلمانانو د کلتوري ډولوالي  سمبول دی.  ایکنانیوز ستاسو په خدمت کې یوه ویډیو وړاندې کوي  چې د تايوان د پلازمېنې د میټرو په لوی تم‌ځای کې د لومړي ځل لپاره د اذان د غږ چغه پکې آوریدلی  او کتلی شئ .

https://iqna.ir/fa/news/4300461

captcha