IQNA

افغان طالبانو د زاړو قرآنونو  او دیني کتابونو ټولول پیل کړل

12:56 - August 26, 2025
د خبر لمبر: 3491602
ایکنا- د  افغانستان د سرپرست حکومت د مشرتابه لارښوونې پر اساس،په مرکز او ولایتونو کې د زاړو قرآن‌کریمونو، سپارو،دیني کتابونو او نورو مقدسو پاڼو د  ټولولو لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب په مشـرۍ جامعه طرحه جوړه شوه.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، د افغانستان د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لورې په ټول افغانستان کې د زاړو او پخوانیو  قرآنونو نسخې  ، سپارو او د دیني کتابونو د  ټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل شوې.

دغه وزارت په  دوشنبې ورځې په یوې اعلامیې کې  ویلي چې د  افغانستان د سرپرست حکومت د مشرتابه لارښوونې پر اساس، په مرکز او ولایتونو کې د زاړو قرآن‌کریمونو، سپارو، دیني کتابونو او نورو مقدسو پاڼو د  ټولولو لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب په مشـرۍ جامعه طرحه جوړه شوه.

د دغې طرحې له مخې به د لسګونو کلونو لپاره د یادو مقدسو اوراقو د ساتلو ټول اړین اړخونه په غرنیزو سیمو کې د مسلکي انجینرانو لخوا د ولایتونو  په تناسب ټاکل شوي او د اړوندو ادارو په همغږۍ د اوقافي ملکیت په توګه ئې د ثبت کېدو لړۍ هم روانه ده.

د افغانستان په ځینو ولایاتو کې د دغو ځایونو د جوړولو چارې په عملي توګه پیل شوي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i163742

captcha