یکنانیوز د عراق د واع رسمي خبری آژانس له قوله راپور راکړی، د عراق په سامرا ښار کې دیره فیډرل پولیسو د حضرت امم حسن عسکری علیه السلام د زیارت د څانګړي امنیتی پلان په بریالیتوب سره د اجرا خبر ورکړ.
د عسکریه مقدس آستان مسئولانو په یوې اعلامیې کې ووئيل چې د امام بزرګوار د شهادت د کلیزې په دستورو کې څه دپاسه څلور میلیون زیارتوالو ګډون کړی دی.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، چې د امام حسن عسکری(ع) دشهادت د کلیزې امنیتی او خدماتي پلان په بریالیتوب سره اجرا شوی او د هغو زیارتوالو شمیر چې دعراق له داخل اوب هره د سامرا مقدس ښار ته تللي ، کابو څلور میلیون زیارتوالو ته رسیدلی .
ددغې اعلامیې په اساس د امام حسن عسکري علیه السلام زیارتوالو ته د خدماتو رسولو او د عزادارئ د موکبونو او دد دستو شمیر هم دولس سوه څلویښت ښودل شوی دی او دغه راز دعراق له مختلفو سیمو څخه د سلو هیئتونو په چوکټ کې کابو څلور زره یو سل لس کسانو خدمتونه وړانډې کړي دي.
په اعلامیې کې دا هم وئيل شوي دي، د خدمت کونکو، په مګلرتیا او غږملتیا سره د امام بزرګوار د شهادت د کلیزې ځانګړو خدمتونو او امنیتی پلان د زیارت د دستورو د ترسره کیدا او زیارتوالو ته دخدمت د رسونې په زمینې کې خپلو ټولو موخو ته رسیدلي دي او د ټولو خدمت کونکو اورګانونو او ادارو او عمومی مدنی ټولنو د زړه له کومې مننه اوستاینه کوو.
https://iqna.ir/fa/news/4302854