IQNA

  له ایران سره د اوږدمهاله اړیکو ساتل د پاکستان د بهرني سیاست ثابت رکن دی

6:40 - September 20, 2025
د خبر لمبر: 3491738
ایکنا - د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی شفقت علي خان  په اسلام‌آباد کې د خپلې اوونیزې خبري ناستې په ترڅ کې، د ایران او امریکا ترمینځ د تاؤتریخوالو د ختمولو لپاره د پاکستان د رول او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکائي سیال سره د پرله‌پسې خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: تاسو ټولو د وروستیو تاؤتریخوالو  په اړه(د اسرائیلو د تیریو  له امله)  د پاکستان دریځ لیدلی دی.

 

 ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د وروستیو سیمه‌ییزو  بدلونو او  دتاؤتریخوالو  دختمولو لپاره له واشنګټن سره د مشورو په اړه وویل: د ایران اسلامي جمهوریت زمونږ ورور او ګاونډی دی او له دغه  ګاونډي هیواد سره د اوږدمهاله اړیکو ساتل د اسلام‌آباد د بهرنۍ پالیسۍ له ثابت ارکانو څخه دي.

د جمعې په ماښام   د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی شفقت علي خان  په اسلام‌آباد کې د خپلې اوونیزې خبري ناستې په ترڅ کې، د ایران او امریکا ترمینځ د تاؤتریخوالو د ختمولو لپاره د پاکستان د رول او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکائي سیال سره د پرله‌پسې خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: تاسو ټولو د وروستیو تاؤتریخوالو  په اړه(د اسرائیلو د تیریو  له امله)  د پاکستان دریځ لیدلی دی.

هغه زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت زمونږ ډېر نږدې دوست، شریک، ورور هیواد، ګاونډی او په سیمې کې یو ډېر مهم هیواد دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ: مونږ له ایران سره د دې څو پیړیو اړیکو ساتلو ته ژمن یو او دا د اسلام‌آباد د بهرنۍ پالیسۍ یو ثابت رکن دی.

هغه ټینګار وکړ: پاکستان به د اوسني سیمه‌ییز وضعیت د تاؤتریخوالي د ختمولو او ډیپلوماسۍ د ملاتړ لپاره خپل رول ته دوام ورکړي او مونږ به هر هغه څه وکړو چې زمونږ له لاسه کیږي.

شفقت علي خان د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې، د ایران د چابهار بندر د پراختیا لپاره د هند له خوا د امریکا د معافیت د لغوه کولو په  باب د  راپورونو په اړه وویل: دا زمونږ د پالیسۍ یو بنسټیز اصل دی چې مونږ د دوو خپلواکو هیوادونو ترمینځ د اړیکو او د هغوی د اړیکو د مدیریت په اړه تبصره نه کوو، نو دا د هند او متحده ایالاتو ترمینځ موضوع ده.   

https://www.irna.ir/news/85943431

captcha