
ایکنانیوز د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري او ارتباطاتو د ادارې د عامه اړیکو په حواله راپور راکړی، د مقاومت د شهیدانو سرادر سیدحسن نصرالله، د شهادت د کلیزې په ورځ او په هغې غونډې کې چې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت او کلتوري سلایارئ په ملګرتیا سره په اسلامآباد کې جوړه شوې وه،په اردو ژبه د «مکتب نصرالله» نومې کتاب مخ کتنه وشوه.
دا کتاب، چې د ایران د کلتوري او ارتباطاتو ادارې د الهدي نړیوالې خپرندویې مؤسسې لخوا ترتیب او ژباړل شوی و، د ایران د کلتوري سلایارئ په هڅو سره چاپ شو او په پاي کې د یادې غونډې په څنډې کې په ګډونوالو ووېشل شو.
«مکتب نصرالله» نومې کتاب د نړیوالو شخصیتونو د نظرونو او بیاناتو ټولګه ده چې د شهید سیدحسن نصرالله په اړه دي او تېر کال د هغه د شهادت په څلویښتمې ورځې د «مکتب نصرالله» په عنوان سره په ایران کې په یوې غونډې کې وړاندې شوي وو.
د دې کتاب لومړی چاپ د ګډونوالو له پراخ هرکلي سره مخ شو او پای ته ورسېد. په همدې خاطر، د ایران کلتوري سلایارئ په اسلامآباد کې د دغه اثر دویم چاپ په خپلې ایجنډا کې شامل کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4308006